تازه خبرونه
باثباته او هوسا افغانستان د سیمې په ګټه دی – اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې پر ورځ د تاجکستان په دوشنبه کې د آسیا زړه د بهرنیو چارو وزیرانو نهمې ناستې ته ډاډ څرګند کړ، چې یو باثباته او هوسا افغانستان د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.
هغه دا هم څرګنده کړې، چې افغانان له ۴۲ کلونو راپدیخوا د سولې له حقه بې برخې دي.
د دغې ناستې استازیو ته په وینا کې ولسمشر اشرف غني ویلي؛ سوله یوازې د افغانستان د خلکو ارمان نه، بلکې د خلکو اړتیا ده. مونږ او نړیوال همکاران مو د سولې په لټه کې یو.
غني دا هم ویلي، چې د دې مسلې په اړه سیمه ییزه اجماع د افغانانو لپاره ژوند بښونکې ده. هغه هیله من دی، چې د سې شنبې پر ورځ د آسیا زړه کنفرانس به په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي.
غني دا هم ویلي، چې په افغانستان کې بل ولسمشر ته د واک لیږد باید له اساسي قانون سره سم ترسره شي.
غني ټینګار کړی، چې طالبان باید اوربند رامنځته کړي او نړیواله ټولنه دا اوربند وڅاري.
دغه راز اشرف غني په ډاګه کړې، چې طالبان باید د جګړې پرځای خپلې مشروع غوښتنې په خبرو کې وړاندې کړي.
ولسمشر غني یو ځل بیا د خپلو پخوانیو څرګندونو پر ډاډ څرګنده کړې، چې افغانستان په سیمه کې نه یوازې د آسیا د څلورلاري په توګه خپل رول تر سره کوی، بلکې د مرکزي آسیا له هېوادونوسره غوره اړیکې هم د پرمختګ لپاره ورته اړینې دي.
هغه زیاته کړې: د افغانستان – تاجیکستان اړیکې د دوه اړخیز درناوي او باور پربنسټ دي.
له ګاونډ هېوادونو سره د پولو په اړه ولسمشر غنی څرګنده کړې؛ افغانستان هیله لري، چې پرانستې پولې د دوه اړخیزو همکاریو یوه بېلګه شي.
دغه راز د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له افغانستان څخه د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ او په ځانګړي توګه یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې په راوستو کې د مرستې ډاډ څرګند کړ.
هغه ویلي: مونږ چمتو یو، چې د کلیدي پروژو د پلي کولو لپاره له افغانستان سره ګډ کار وکړو. په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې تجربې ښیي، چې د افغانستان د روان کړکېچ حل پوځي ندی.
رحمان همدارنګه د سولې په خبرو کې د افغان حکومت له دریځ ملاتړ وکړ او هغه د سیمې او نړۍ له هوادونو وغوښتل، چې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د سولې لپاره کار وکړي.
رحمان دغه راز ویلي، چې د افغانستان او تاجکستان د وګړیو دردونه او خوښۍ سره ګډې دی.
امام علی رحمان زیاته کړې؛ مونږ به د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړو. تاجکستان په افغانستان کې سوله غواړي او د تاجکستان په بهرني سیاست کې له افغانستان سره همکاري لومړیتوب لري.