تازه خبرونه

بیات بنیاد د عبدالقادر بېدل د لېسې کتابتون بیا ورغاوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بیات بنیاد په علمي او فرهنګي برخو کې د خپلو مرستو او همکاریو په لړ کې د کابل ښار د یولسمې ناحیې په اړوند سیمه کې د عبدالقادر بېدل د لیسې کتابوتون بیا ورغاوه.

بیات بنیاد د خپلو علمي او فرهنګي مرستو او همکاریو په لړ کې دا ځل د کابل ښار د یولسمې ناحیې اړوند سیمه کې د عبدالقادر بېدل د لیسې کتابتون او انترنټ کلپ بیا ورغاوه.

د بیات بنیاد رئیس الحاج انجینر احسان الله بیات د دغو مرستو موخه د ځوانانو د علمي کچې لوړول بولي چې د ده په خبره د ټولنې بېلابېل قشرونه په علمي پرمختګونو لاس رسی پېدا کړي او دا یې د ځوانانو یوه ستره اړتیا په ګوته کړه.

د یولسمې حوزې د پوهنې مدیر محمد همایون آصفي د بیات بنیاد دغه مرستې ستایي او وایي، دا د پرمختګ پر لور ستر ګام دی، چې اوچت شو.

د عبدالقادربېدل د لیسې زده کوونکي د بیات بنیاد له دغه اقدام خوښ دي او وایي، په دغو مرستو سره کېدای شي، چې د زده کوونکو علمي کچه لوړه شي.

بیات بنیاد له کله، چې فعال شوی، په بېلابېلو برخو کې یې د ستاینې وړ کارونه کړي. په علمي او فرهنګي برخه کې دغه بنسټ زیات فعالیت کړی او څه موده مخکې یې اتلسو دولتي پوهنتونونو ته دېرش زره ټوکه کتابونه ووېشل.

بیات بنیاد د کونړ په مرکز اسعدآباد کې د سید جمال الدین افغان کتابتون هم جوړ کړ او کابل پوهنتون کې یې انټرنټ کلپ فعال کړ.

 

Trending

Exit mobile version