تازه خبرونه

بیات بنیاد د هرات په اسلام‌کلا پوله کې زرګونو کډوالو ته مرستې ووېشلې

د بیات بنیاد لوی مشر احسان الله بیات ويلي، چې له ایران څخه راستنېدونکو کډوالو ته د دې بنیاد مرستې د پولې په صفري نقطه کې د خیمو ایښودل، د خوراکي توکو د بستو وېشل او د اسلام‌کلا له پولې څخه د زرګونو خلکو لېږدول رانغاړي.

Published

on

بیات بنیاد ویلي، چې د هرات په اسلام‌کلا پوله کې یې زرګونو افغان کډوالو ته خوراکي او نا‌خوراکي مرستې وېشلې دي.

د بیات بنیاد لوی مشر احسان الله بیات ويلي، چې له ایران څخه راستنېدونکو کډوالو ته د دې بنیاد مرستې د پولې په صفري نقطه کې د خیمو ایښودل، د خوراکي توکو د بستو وېشل او د اسلام‌کلا له پولې څخه د زرګونو خلکو لېږدول رانغاړي.

احسان الله بیات ویلي: ” له ګاونډ هېواد څخه زمونږ د عزیزانو بېرته راستنېدل په داسې غمجن حالت کې د منلو وړ ندي. دوی باید دومره ځوریدلي نه وای. له همدې کبله زه د خپلې کورنۍ، بیات بنیاد پر استازیتوب او له افغان بېسیم شرکت سره پر همکارۍ هڅه کوو، چې د خپلو هېوادوالو دا بېرته کډوالي آسانه کړو.”

نوموړي زیاته کړې: “مونږ یو لړ ترتیبات د ټرانسپورټ، خوړو، اوبو او ځینو نورو توکو په ګډون، چې عزیزان (کډوال) مو ورته د تغذیې لپاره اړتیا لري؛ په پام کې نیولي او دا مرستې نورې هم پراخوو.”

بیات ټینګار کړې؛ دا همکاري د مهاجرو د لېږد رالېږد د بهیر د آسانه کولو پر موخه ترسره کیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له ایران حخه راستنطدونکو ته دا امکانات نور هم براخیږی.

هغه ټینګار وکړ، چې د دې بنیاد د همکاريو موخه د مهاجرینو د لېږد آسانه کول او له ایران څخه راستنېدونکو مهاجرینو ته د آسانتیاوو برابرول دي.

احسان الله بیات وایي، چې په راتلونکو پړاوونو کې به د بیات بنیاد لخوا د همکارۍ د زیاتوالي هڅې روانې وساتل شي.

هغو کډوالو، چې د بیات بنیاد مرستې ترلاسه کړي؛ ترې خپل رضایت څرګندوي او غواړي، چې را بنیاد خپلې مرستې روانې وساتي.

Trending

Exit mobile version