تازه خبرونه

بیات بنیاد د کابل په لویدیځ کې لسګونه بېوزله کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشله

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۴, ۱۴۰۱

بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو د پیل په لړ کې د کابل ښار د لویدیځ لسګونه بېوزله او اړمنې کورنۍ د دې بنسټ د مرستو له خوراکي توکو برخمنې کړې.

په هېواد کې د ژمي سخت ساړه پیل شوي او ګڼي کورنۍ په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي. په دې ساړه موسم کې د هغو کورنیو ژوند ډېر تریخ دی، چې کور نلري؛ په کیږدیو یا کوډلو کې اوسيږي او بېړنیو مرستو ته هم اړې دي.

بیات بنیاد له پلازمېنې کابل څخه خپلې ژمنۍ مرستې پیل کړې.

دغه بنسټ په لومړي ګام کې د کابل د لویدیځ له دیارلسمې ناحیې د مرستو وېشلو لړۍ پیل کړه او لسګونه اړمنې کورنۍ یې له خپلو ژمنیو مرستو برخمنې کړې.

 د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي؛ د دغو مرستو د برابرولو هدف د هغو کورنیو د اړتیاوو پوره کول دي، چې د ژمي په موسم کې له ګڼو اقتصادي ستونزو، فقر، لوږې او بې کوریو سره مخ دي.

دغو اړمنو کورنیو د بیات بنیاد له مرستو مننه وکړه او زیاتوي، چې نور مرستندویه بنسټونه دې هم باید په دې سختو شرایطو کې د دوی لاسنیوي ته راودانګي.

د بیات بنیاد مرستې دې کورنیو ته په داسې حال کې ورسېدې، چې یو ګڼشمېر کورنیو په کور کې د خوراک لپاره څه نلرل.

د كابل په لويديځ كې د خيريه مرستو همغږي كوونكی محمد هادي هاني د بيات بنياد مرستې د پام وړ بولي او وایي، چې له يوې خوا سړې هوا او له بلې خوا فقر او لوږې د اړو كسانو پر ژوند فشار راوړى دى.

بیات بنیاد د خپلو خیریه هڅو له پیل راپدیخوا هر کال د ژمي په موسم کې له اړمنو کورنیو سره ژمنۍ مرستې کوي او خپلې اړوند ژمنۍ مرستې روانې ساتي او تر نورو ولایتونو یې هم رسوي.

Trending

Exit mobile version