سیمه ییز خبرونه

بېات بنياد په بغلان ولاېت كې له بې ځاېه شويو كورنيو سره بېړنۍ مرستې وكړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بيات بنياد په دې مرستو كې، چې د بيات بنياد د مرستيال او يو شمېر محلي چارواكو په حضور كې د بغلان په الوان دښته كې په بې وزلو كورنيو ووېشل شوې خوراكي توكي او البسه شامل وو.  د دې  سيمې   ډېرې كورنۍ له اقتصادي ستونزو او د سونګ توكو له نشتوالي سره مخ دي.

د بېات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل د پخوا په شان سږ كال هم د بغلان د دشت الوان سيمې ته سفر وكړ او په دې سيمه كې يې پر بې ځايه شويو او بې وزلو كورنيو بېړنې مرستې ووېشلې.

په دې مرستو كې خوراکي توكي او ژمنۍ البسه شامل وو.

د بيات بنياد مرستيال د دې مرستو موخه په ټولنه كې د مرستې او همكارۍ د فرهنګ دودول او پياوړتيا ګڼي.

په همدې وخت كې د راستنو شويو او بې ځايه شويو د اتحاديې مسئولين د بيات بنياد له خوا مرستې يو د خېر ښېګڼې ګام ګڼي او بغلان ته د دوى د مرستې لېږل ستايي .

دا بې ځايه شوې او راستنې شوې كورنۍ په دې دښته كې د ژمي په سخته يخنۍ او د اوړي په ګرمى كې ژوند كوي، چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

دوى پر دې سربېره، چې خوراکي توکي نه لري د څښلو پاكو اوبو او حتى امنيت له نشتوالي څخه هم شكايت كوي.

بيات بنياد يواځينى خصوصي خېرېه بنسټ دى، چې هركال د ژمي په موسم كې زرګونه ټنه خوراكي توكي او البسه د هېواد ليرې پرتو ولايتونو ته د وېشلو په موخه استوي.

دغه بنياد په بېړنيو مرستو سربېره په مركز او ولايتونو كې د روغتونو، ښوونځيو، مدرسو، جوماتونو، تكيه خانو او وړكتونونو د جوړولو لسګونه پروژې تطبيق كړې، چې زرګونو كسانو ترې په مستقيم او غېر مستقيم ډول استفاده كړې ده.

د بيات بنياد چارواكي وايي، په پام كې لري، چې په راتلونكې كې هم په هېواد كې د بيارغونې پروژې عملي كړي.

Trending

Exit mobile version