تازه خبرونه
تاجکستان افغان پولې ته نږدې د امنیتي کمربند غوښتنه وکړه
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان یو ځل بیا د افغانستان لخوا سیمې ته د ورپېښو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې او د دغه هېواد په شاوخوا کې یې د امنیتي کمربند د جوړولو غوښتنه کړې ده.
د تاجکستان ولسمشر علي رحمان د دوشنبې پر ورځ د سرحدي امنیت ټولنې او د تروریزم پر ضد د ګډې همکارۍ په دوه ورځنۍ غونډه کې ویلي، چې تروریستان له منځني ختیځ څخه افغانستان ته انتقالیږي او په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو فعالیت د منځنۍ آسیا لپاره جدي ګواښ دی.
هغه په دې غونډه کې له نورو ګډون کوونکیو هېوادونو وغوښتل، چې د ترهګرۍ د تمویل او تجهیزاتو د سرچینو د پرې کولو لپاره په ګډه کار وکړي.
دغه غونډه د اروپا د امنیت او همکارۍ د ټولنې، د تاجکستان د حکومت، د ملګرو ملتونو د تروریزم پر ضد د مبارزې دفتر، په منځنۍ آسیا کې د ملګرو ملتونو د سیمه ییز مرکز، اروپايي ټولنې، سعودي عربستان او قطر په همکارۍ جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د تاجکستان ولسمشر په سيمه کې د تروريستانو د فعاليتونو له کبله د رامنځته شويو خطرونو د مخنيوي په خاطر د افغانستان په شاوخوا کې د امنيتي کمربند جوړول ضروري وبلل.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په سیمه کې امنیتي ګواښونه جدي ګڼي او د ځوانانو په منځ کې د افراطي افکارو د خپریدو پر وړاندې هم خبرداری ورکوي.
رحمان وایي، چې که یوه ګډه تګلاره نه وي له ترهګرۍ سره مبارزه او د افراطیت مخنیوی ناشونی دی.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ په تېرو دوه کلونو کې تاجکستان له افغانستان سره پر پوله له ١٧٥ زياتې امنيتي پوستې جوړې کړي او په پام کې لري، چې له افغانستان سره پر پوله ٣٠٠ نورې امنيتي پوستې جوړې کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي همدا راز له دغو هېوادونو غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له یو بل سره ژوره همکاري وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وایي: ترهګري د هېوادونو د امنیت او ثبات لپاره یو ګډ ګواښ دی؛ ترهګري سوله، پرمختګ او ګډ ژوند ګواښي. د تروریستي فعالیتونو د پیاوړتیا د مخنیوي لپاره باید د هغې سرچینې وچې شي او په ګډه او همغږۍ ګامونه پورته شي. د دې ناستې په پایله کې مونږ د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې همکارۍ ته چمتو یوو او هرکلی یې کوو.
د اروپايي ټولنې، قطر او سعودي عربستان استازي هم په دې غونډه کې د همکارۍ ژمنه کوي.
کلپ: د اروپایی اتحادیې استازې تري هاکالو ویلي: دا ډېره مهمه غونډه ده؛ ځکه، چې ترهګري د ټولې سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ دی او پر وړاندې یې اغېزمن او همغږي اقدامات د سیمې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې اغېزناک تمامېدای شي. له تاجکستان سره همکاري کوو او په دې برخه کې به عملي ګامونه پورته کړو.
په تاجکستان کې د سعودي عربستان استازی ولید عبدالرحمن وایي: د دې غونډې جوړېدنه په اوسنیو حالاتو کې ډېره اړینه ده. ترهګري یوازې د تاجکستان د امنیت او ثبات لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره خطر دی. د ترهګرو د تمویل او وسلو د سرچینو د پېژندلو لپاره باید عملي ګامونه واخیستل شي. ترهګرو ډلو ته اجازه نه ورکوو، چې د یو بل پر ضد د هېوادونو خاوره وکاروي.
کلپ: د قطر استازی محمد السلمی وایي: د ترهګرۍ پر وړاندې همغږي او ګډه مبارزه ډېره اړینه ده. ترهګري دین، مذهب او یا جغرافیه نلري. د دوی د تمویل کوونکیو یوازنۍ موخه په سیمه کې د خپلو سیاسي موخو ترلاسه کول دي. د دې مسلې له پوهېدو سره باید د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره باید ګډې هڅې وشي.
اسلامي امارت په ځلونو د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کړي او نړۍ ته یې هم ډاډ ورکړی؛ هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د دغو هېوادونو پر ضد وکاروي.
تازه خبرونه
د امیر لارښوونې د هېواد په خیر دي – سراجالدین حقاني
نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.
د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د خوست ولایت په لوی جومات کې د خپلې وینا پر مهال ویلي: هغه څه، چې د امیر له لوري په یوه ټاکلي چوکاټ کې د مسوولانو لپاره ځانګړي شوي؛ ټول د هېواد او ولس په خیر دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.
سراجالدین حقاني زیاته کړې؛ اسلامي امارت بېپالیسۍ ندی او د واحد مشرتابه تر رهبرۍ لاندې په یوه منظم او جوړ شوي چوکاټ کې پر مخ روان دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د اسلامي امارت چارواکو پر ځلونو د یووالي پر اړتیا، له رهبرۍ اطاعت او د ټاکل شوي چوکاټ په دننه کې د پالیسیو پر سمې پلي کېدا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
د افغانستان عامې روغتیا وزیر هند ته سفر وکړ
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.
د افغانستان عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د هند د حکومت پر رسمي بلنه د یوه پلاوي پر مشرۍ هغه هېواد ته روان شو.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ نورجلال جلالي به د خپل سفر پر مهال د هند له بېلابېلو چارواکو په ځانګړي توګه د روغتیایي سکټور له مسوولانو سره بېلابېلې لیدنې ولري او د سفر په لړ کې به په ټاکل شويو پروګرامونو کې ګډون وکړي.
همدارنګه به د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، افغانستان ته د معیاري درملو د واردولو، طبي تجهیزاتو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه ناستې ترسره کړي.
ویل کیږي، چې له دې سفر سره به د افغانستان او هند ترمنځ د روغتیايي همکاریو نوی پړاو پیل شي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت رهبر د شریعت پر پلي کېدا او رښتیني خدمت ټینګار وکړ
د حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت قوانین د اسلام له دین څخه اخیستل شوي او د څو کسانو د شخصي نظر پر بنسټ جوړ شوي ندي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده په کندهار ولایت کې د یو شمېر وزارتونو او ادارو د مسوولانو درېورځنی اصلاحي سمینار ته د وینا پر مهال د اسلامي شریعت د اوصولو پر پلي کېدا او رښتیني خدمت ټینګار کړی دی.
د حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت قوانین د اسلام له دین څخه اخیستل شوي او د څو کسانو د شخصي نظر پر بنسټ جوړ شوي ندي.
نوموړي زیاته کړې؛ د نظام د پیاوړتیا لپاره باید ټولې چارې د اسلامي شریعت له اوصولو سره سمې پر مخ یووړل شي.
دغه راز نوموړي ویلي، چې هبةالله آخوندزاده په خپلو خبرو کې د یتیمانو، کونډو، معلولانو، بېوزلو، کډوالو او بندیانو د حقونو پر اړتیا او ساتنې ټینګار کړی او د دغو قشرونو خدمت، روزنه او پالنه یې د حکومت له اساسي مسوولیتونو څخه بللي دي.
د اسلامي امارت مشر له مسوولانو غوښتي، چې خلکو ته پر اخلاص، شفقت او د اسلامي شریعت پر بنسټ خدمت او د هېوادوالو ستونزو او اړتیاوو ته پوره پاملرنه وکړي.
-
تازه خبرونه22 hours agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
تازه خبرونه3 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
تازه خبرونه2 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی3 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
تازه خبرونه3 days agoامریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوهیمه جوپه پیرو ته وسپارله
