تازه خبرونه
تاجکستان د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ امنیتي ناستې کوربتوب کوي
ټاکل شوې، چې تاجکستان سبا پنجشنبه او بله ورځ جمعه د افغانستان په اړه د سیمه ییزې امنیتي غونډې کوربتوب وکړي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، دغه غونډه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې کېږي او د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران به په کې ګډون وکړي؛ خو بل لور ته د افغانستان د دفاع وزارت د پلاوي او د ازبکستان د سرحدي ځواکونو قومندان هم سره دوه اړخیزه لیدنه کړې ده.
د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د ګاونډ او سیمې د هېوادونو له پرلپسې ناستو وروسته دا ځل به تاجکستان د افغانستان د امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت د ارزونې لپاره د ګاونډ او سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو د امنیتي غونډې کوربه وي.
تمه ده، چې د هند د ملي امنیت سلاکار او د روسیې، چین، ایران او منځنۍ آسیا استازي به په کې ګډون وکړي؛خو تر اوسه څرګنده نده، چې پاکستان به دې غونډې ته خپل پلاوی واستوي او که نه.
ډ تایمز آف انډیا د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې به د پولې پر وضعیت او د منځنۍ آسیا هېوادونو او د افغانستان نورو ګاونډیانو ته د ترهګرۍ لخوا د رامنځته شوي ګواښ په اړه خبرې وشي. تمه ده، چې د هند د ملي امنیت سلاکار به د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو او د یوه تولګډونه حکومت د جوړېدو پر اړتیا د هند دریځ روښانه کړي.
تاجکستان په داسې حال کې د دې امنیتي غونډې کوربتوب کوي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان له تخار ولایت څخه څو توغندي د تاجکستان لوري ته توغول شوي، چې مسوولیت یې داعش منلی دی.
په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي؛ له افغانستان څخه ګاونډ او د سیمې هېوادونو ته کوم ګواښ نشته او پر دغو هېوادونو غږ کوي، چې د اندېښنې پر ځای له نوي افغان حکومت سره خپل تعامل او همکارۍ پراخې کړي.
د یادونې ده، چې د شپږمې سرحدي لوا د قومندان مولوي غوث الدین په مشرۍ د افغانستان د ملي دفاع وزارت یوه پلاوي د ازبکستان له امنیتي چارواکو سره په پوله کې د شته ناسم پوهاوي او ستونزو د اوارۍ په موخه وکتل. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو په اوږدو کې د ستونزو پر حل، زغم او پوره همغږۍ هم ټینګار وشو.
