Connect with us

تازه خبرونه

تاجکستان د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ امنیتي ناستې کوربتوب کوي

خپور شوی

د

ټاکل شوې، چې تاجکستان سبا پنجشنبه او بله ورځ جمعه د افغانستان په اړه د سیمه ییزې امنیتي غونډې کوربتوب وکړي.

 د هندي رسنیو د راپور له مخې، دغه غونډه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې کېږي او د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران به په کې ګډون وکړي؛ خو بل لور ته د افغانستان د دفاع وزارت د پلاوي او د ازبکستان د سرحدي ځواکونو قومندان هم سره دوه اړخیزه لیدنه کړې ده.

د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د ګاونډ او سیمې د هېوادونو له پرلپسې ناستو وروسته دا ځل به تاجکستان د افغانستان د امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت د ارزونې لپاره د ګاونډ او سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو د امنیتي غونډې کوربه وي.

تمه ده، چې د هند د ملي امنیت سلاکار او د روسیې، چین، ایران او منځنۍ آسیا استازي به په کې ګډون وکړي؛خو تر اوسه څرګنده نده، چې پاکستان به دې غونډې ته خپل پلاوی واستوي او که نه.

ډ تایمز آف انډیا د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې به د پولې پر وضعیت او د منځنۍ آسیا هېوادونو او د افغانستان نورو ګاونډیانو ته د ترهګرۍ لخوا د رامنځته شوي ګواښ په اړه خبرې وشي. تمه ده، چې د هند د ملي امنیت سلاکار به د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو او د یوه تولګډونه حکومت د جوړېدو پر اړتیا د هند دریځ روښانه کړي.

تاجکستان په داسې حال کې د دې امنیتي غونډې کوربتوب کوي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان له تخار ولایت څخه څو توغندي د تاجکستان لوري ته توغول شوي، چې مسوولیت یې داعش منلی دی.

په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي؛ له افغانستان څخه ګاونډ او د سیمې هېوادونو ته کوم ګواښ نشته او پر دغو هېوادونو غږ کوي، چې د اندېښنې پر ځای له نوي افغان حکومت سره خپل تعامل او همکارۍ پراخې کړي.

د یادونې ده، چې د شپږمې سرحدي لوا د قومندان مولوي غوث الدین په مشرۍ د افغانستان د ملي دفاع وزارت یوه پلاوي د ازبکستان له امنیتي چارواکو سره په پوله کې د شته ناسم پوهاوي او ستونزو د اوارۍ په موخه وکتل. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو په اوږدو کې د ستونزو پر حل، زغم او پوره همغږۍ هم ټینګار وشو.

تازه خبرونه

 د پاکستان په بریدونو کې ۱۱۱۹ عامو افغانانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – عبدالقهار بلخي

بلخي له سي‌ان‌ان خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د دغو بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، د ۲۰۲۲ز.کال له پیل څخه تر اوسه د پاکستان په پوځي بریدونو کې ۱۱۱۹ افغان ملکي وګړي «شهیدان » شوي او یا ټپیان دي.

بلخي له سي‌ان‌ان خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د دغو بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

هغه په کابل کې د «امید» نومي د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان پوځي برید ته نغوته کړې او څرګندوي، چې په دې برید کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند سي‌ان‌ان ته ویلي:« پاکستان باید د بې‌بنسټه ادعاوو د مطرح کولو پر ځای خپلې امنیتي ستونزې له خپلو خلکو سره د مسوولانه تعامل او له افغانستان سره د رښتینې ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.»

د بلخي څرګندونې په داسې وخت کې راپورته کیږي، چې د کابل او اسلام‌آباد اړیکې له کړکېچ سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ټولنه کې مو امنیت، ملي یووالی او د خلکو خدمت لومړیتوبونه دي – خلیفه سراج الدین حقاني

خلیفه سراج الدین حقاني د امنیت ټینګښت د ټولو هېوادوالو ګډ مسوولیت بللی او ټینګار یې کړی، چې دغه مسوولیت یوازې د پولیسو پر منسوبینو پورې محدود نه‌دی.

Published

on

 

د افغانستان کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په خوست ولایت کې د خلکو یوې غونډې ته د وینا پر مهال د امنیت پر پیاوړتیا، د خلکو ترمنځ د یووالي پر ټینګښت او له هېوادوالو سره د امنیتي مسوولانو پر ښه چلند ټینګار کړی او له دیني عالمانو، خطیبانو او قومي مشرانو یې غوښتي، چې د پخوانیو دښمنیو د پای ته رسولو او د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره هڅې وکړي.

خلیفه سراج الدین حقاني د امنیت ټینګښت د ټولو هېوادوالو ګډ مسوولیت بللی او ټینګار یې کړی، چې دغه مسوولیت یوازې د پولیسو پر منسوبینو پورې محدود نه‌دی.

هغه له امنیتي مسوولانو غوښتي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو پر پلي کولو له هېوادوالو سره نرمښت ښکاره  او ورورګلوییز چلند وکړي او ښه اخلاق ولري.

د افغانستان کورنیو چارو وزیر د هېواد له اوسني وضعیت څخه د خوښۍ د څرګندولو تر څنګ ویلي، چې افغانستان له کلونو ستونزو او کړاوونو وروسته د ځان‌بسیاینې او ودانۍ پر لوري روان دی.

نوموړي دغه بهیر د الله تعالی لورېینه او نعمت بللی دی.

حقاني زیاته کړې، چې په هېواد کې امنیت پیاوړی شوی، اختلافات او دښمنۍ کمې شوي او د خلکو ترمنځ یووالی او همغږي پراخه شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په ټول هېواد کې امنیتي پېښې نږدې صفر ته رسېدلې دي.

هغه دغه راز پرته له نوم اخیستلو ویلي، چې ځینې مغرض کسان هڅه کوي د خلکو ترمنځ اندېښنې او تشویشونه رامنځته کړي.

د امنیت په ټینګښت کې پر ګډ مسوولیت، د امنیتي ځواکونو مسوولانه چلند، د پخوانیو دښمنیو پای ته رسولو او د ټولنیز یووالي پیاوړتیا ټینګار په خوست ولایت کې د کورنیو چارو د وزیر د خبرو مهم ټکي وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

له چین سره د افغانستان ځمکنۍ نښلېدا له خنډونو سره مخ ده – ډیپلوماټ

د راپور له مخې؛ د اسلامي امارت چارواکو د اوکټوبر پر څلورمه د ۱۲۱ کیلومټره اوږد سړک پرانیسته وکړه، چې د شاوخوا درې کلونو کار په پایله کې جوړ شوی دی.

Published

on

 

« ډیپلوماټ» خپرونې په یوه راپور کې لیکلي، چې د اسلامي امارت د چارواکو له‌خوا د واخان ټرانزیټي سړک له پرانیستل کېدو سره– سره له دې لارې له چین سره د افغانستان عملي نښلېدا اوس هم له جدي خنډونو او د بېجینګ له امنیتي اندېښنو سره مخ ده.

د راپور له مخې؛ د اسلامي امارت چارواکو د اوکټوبر پر څلورمه د ۱۲۱ کیلومټره اوږد سړک پرانیسته وکړه، چې د شاوخوا درې کلونو کار په پایله کې جوړ شوی دی.

دا سړک د بدخشان ولایت له واخان ولسوالۍ څخه د چین تر پولې غځېدلی او ټاکل شوې، چې له چین او سیمه‌ییزو بازارونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړي.

د« ډیپلوماټ» د راپور له مخې: د دې پروژې لګښت ۳۶۵ میلیون افغانۍ دی، چې شاوخوا ۵.۶ میلیون ډالرو سره برابرېږي؛ د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له‌خوا ورکړ شوی دی.

دې خپرونې زیاته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او د سوداګرۍ د درېدا له کبله د واخان لار له چین سره د افغانستان د سوداګرۍ بدیله لار کېدی شي او د پاکستان پر سوداګریزو لارو د کابل تکیه راکمولی شي.

په راپور کې ټینګار شوی، چې چین تر اوسه خپله پوله له دې لارې د منظمې سوداګرۍ د تګ راتګ لپاره نه‌ده پرانیستې.

همدارنګه بېجینګ د سړک د پرانیستې په مراسمو کې خپل استازی نه‌دی لېږلی او د دې پروژې بشپړېدل یې په ډیپلوماټیکه کچه هم تائید کړي. نه‌دي

د« ډیپلوماټ» د لیکنې له مخې؛ د چین امنیتي اندېښنې دې احتمال ته نغوته کوي، چې له دې لارې څخه به د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي د سین‌کیانګ په سیمه کې د فعالیت لپاره کار واخلي. د دې لارې په اړه د بېجینګ احتیاط  هم یو خنډ ګڼل کیږي.

« ډیپلوماټ» لیکلي: تر هغې، چې اسلامي امارت د چین امنیتي اندېښنې لرې نه‌کړي او د منظمې سوداګرۍ لپاره د پولې د پرانیستلو زمینه برابره نه‌شي؛ د واخان دهلیز به له افغانستان سره د چین یوه مهم سوداګریز دهلیز هم نه‌شي.

#آریانانیوز #افغانستان #چین #واخان‌دهلېز #سوداګري #بدخشان

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!