تازه خبرونه

ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له منځګړیتوب ډډه وکړه

د راپور له مخې؛ هغه څو پړاوه خبرې اترې، چې د ترکیې، قطر او سعودي عربستان له لوري ورته کار شوی و؛ له پرمختګ پرته پای ته ورسېدې. کابل هغه څه رد کړي، چې د پاکستان له لوري د یوه پراخ سوله‌ییز تړون لپاره «نامشروع شرطونه» ګڼل شوي دي.

Published

on

د هند خبري شبکې «سي‌ان‌ان نیوز- ۱۸» د لوړپوړیو امنیتي او ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی: ترکیې له هغې وروسته، چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره یې پرله‌پسې ډیپلوماټیکې هڅې بې‌پایلې پاتې شوې؛ د منځګړیتوب له هڅې ډډه کړې ده.

د راپور له مخې؛ هغه څو پړاوه خبرې اترې، چې د ترکیې، قطر او سعودي عربستان له لوري ورته کار شوی و؛ له پرمختګ پرته پای ته ورسېدې. کابل هغه څه رد کړي، چې د پاکستان له لوري د یوه پراخ سوله‌ییز تړون لپاره «نامشروع شرطونه» ګڼل شوي دي.

سي‌ان‌ان نیوز- ۱۸ زیاته کړې؛ ترکي چارواکو په رسمي بڼه اسلام‌آباد ته خبر ورکړی، چې افغانستان اوس هم د پاکستان اساسي امنیتي غوښتنو منلو ته لېوالتیا نلري او همدا لامل دی، چې انقره د نور منځګړیتوب له هڅو څخه ډډه کوي.

د راپور له مخې؛ په ټپه ولاړ دې حالت کې د پاکستان غوښتنې دا دي؛ د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د وسله‌والو سپارل، د فرضي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پېنځه کیلومټره حایلې سیمې جوړول، د افغانستان د توکو د لېږد پر بهیر پوره څارنه او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدا د بهیر چټکتیا رانغاړي. افغان چارواکو دغه غوښتنې رد کړي او باور لري، چې دا غوښتنې د افغانستان ملي حاکمیت کمزوری کوي.

Trending

Exit mobile version