لوبی
ډیزرټ وایپرز د لومړي ځل لپاره د شل اوریز نړیوال کرکټ لیګ اتلولي خپله کړه
دا لوبه، چې د یکشنبې پر شپه په دوبۍ کې ترسره شوې؛ ډیزرټ وایپرز په ۲۰ اورونو کې ۲۰ د څلور ویکټو پر زیان ۱۸۲ منډې وکړې.
د ډېزرټ وایپرز لوبډلې د شل اوریز نړیوال کرکټ لیګ (ILT20) د څلورم پړاو په پایلوبه کې د امآی امارات لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د دې سیالیو اتلولۍ وګټله.
دا لوبه، چې د یکشنبې پر شپه په دوبۍ کې ترسره شوې؛ ډیزرټ وایپرز په ۲۰ اورونو کې ۲۰ د څلور ویکټو پر زیان ۱۸۲ منډې وکړې.
د ډیزرټ وایپرز لوبډلمشر انګلستاني سام کوران پر یوازې ځان ۷۴ منډې وکړې او مکس هولډن هم ۴۱ منډې ورزیاتې کړې.
د امآی امارات لوبډله، چې د تېر پړاو اتله وه؛ په ۱۸.۳ اورونو کې د ۱۳۶ منډو پر تر سره کولو وسوځېده او ونه توانېده ټاکل شوې موخې ته ورسېږي. د پاکستان نسیم شاه او د انګلستان ډېوېډ پاین هر یو درې ـ درې ویکټې واخیستې.
سام کورن د ۳۹۷ منډو پر کولو د سیالیو تر ټولو ډېرې منډې کوونکی لوبغاړی شو. په داسې حال کې، چې د افغانستان وقار سلامخېل او د متحده عربي اماراتو اجی کومار هر یو د ۱۸ ویکټو پر اخیستو په ګډه د سیالیو غوره ویکټ اخیستونکي وپېژندل شول.
لوبی
هارډیک پانډیا د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې له یوورځنیو سیالیو بېبرخې شو
نوموړي له دې مخکې د ملا د ټپ له کبله د هند په غوره لیګ کې د ممبي انډینز څو لوبې هم له لاسه ورکړې وې.
د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی هارډیک پانډیا د ورون د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې د یوورځنیو نړیوالو سیالیو له لوبلړۍ بېبرخې شوی دی.
پانډیا ته د ورون ټپ هغه مهال رامنځته شو، چې د ملا له پخواني ټپه رغېدلی و او د لوبو ډګر ته د بېرته ستنېدا اجازه ورکړ شوې وه.
نوموړي له دې مخکې د ملا د ټپ له کبله د هند په غوره لیګ کې د ممبي انډینز څو لوبې هم له لاسه ورکړې وې.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، پانډیا په بنګلور کې د بدني چمتووالي د آزموینو پر مهال له نوي ټپ سره مخ شوی دی. ویل کېږي، نوموړی هغه مهال ټپي شوی، چې د بیاپیاوړتیا لپاره یې په روزنه او بدني آزموینه کې توپ اچاوه.
راپورونه ښیي، چې دغه ټپ به نوموړی د څو اوونیو لپاره له لوبو لرې وساتي؛ له همدې کبله به د افغانستان پر وړاندې په هغو درې یوورځنیو سیالیو کې برخه وانخلي، چې د شنبې پر ورځ په درمسالا ښار کې پیلېږي.
د پانډیا نهشتون د هند لوبډلې ته لویه تشه ګڼل کېږي، ځکه نوموړی د توپوهنې او توپاچونې په دواړو برخو کې د دې لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه دی.
لوبی
هند په ټسټ کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
هند د شوبمن ګېل او کې. ال راهول د سلګونو منډو پر مټ پر لوبه بشپړ واک وساته.
د هند کرکټ ملي لوبډلې د پنجاب ایالت د نیو چندیګړ په سیمه کې د افغانستان پر وړاندې ټسټ سیالي د یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو پر توپیر وګټله او په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یې د اته لوبغاړو پر سوځېدا ۵۶۴ منډې جوړې کړې.
هند د شوبمن ګېل او کې. ال راهول د سلګونو منډو پر مټ پر لوبه بشپړ واک وساته.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۲ او په دوهیمه پاڼۍ کې ۱۱۲ منډې وکړې.
د لوبې ستوری د هند ۲۲ کلن توپ اچوونکی ماناو سوټر و، چې په خپل لومړۍ ټسټ لوبه کې غوره وځلېد. هغه د افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۶ ویکټې د ۳۳ منډو په بدل کې واخیستې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
سوټر په خپلو ویکټو کې رحمت شاه هم وسوځاوه، چې د افغانستان لپاره یې تر ټولو ښه لوبه وکړه او ۶۰ منډې یې جوړې کړې.
افغانستان په دوهیمه پاڼۍ کې ښه پیل وکړ؛ صدیقالله اتل ۴۲ منډې وکړې، خو د هند توپ اچوونکو د مقاومت اجازه ورنهکړه.
واشنګټن سنډر ۴ ویکټې د ۳۶ منډو په بدل کې واخیستې او کولډیپ یاډاو ۳ ویکټې د ۳۰ منډو په بدل کې ترلاسه کړې. محمد سراج هم یوه مهمه ویکټه واخیسته.
په پای کې هند د درېیمې ورځې له پای ته رسېدا مخکې خپله بریا یقیني کړه او لوبه یې پر لوی توپیر پخپل نوم کړه.
دا د منډو د توپیر له مخې د ټسټ کرکټ په تاریخ کې د هند یوه له لویو بریاوو ده، چې ورپر برخه شوه.
لوبی
په سریلانکا کې د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان الف لوبډله اعلان شوه
دا سیالۍ د غبرګولي له نولسمې څخه تر دېرشمې / د جون له نهمې تر یوویشتمې پورې په ډمبولا کې ترسره کېږي او د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته به د پیاوړو سیالانو پر وړاندې د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو ښه فرصت برابر کړي.
-
تازه خبرونه5 days agoایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس
-
تازه خبرونه4 days agoله افغانستان څخه د امریکا د وتلو ارزونه مخ پر بشپړېدو ده – هګسټ
-
سوداگري4 days agoد افغانستان سوداګریز بانکونه د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پروژې مالي لګښت برابروي
-
تازه خبرونه4 days agoپه ریاض کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د خلیج همکارۍ شورا له سرمنشي سره ولیدل
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه
-
لوبی4 days agoهند په ټسټ کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoاروپايي ټولنې « نیکولای بیلومو» د افغانستان لپاره خپل نوي شارژډافیر ټاکلی
-
تازه خبرونه5 days agoد کاسا-۱۰۰۰ پروژې چارې روانې دي – د افغانستان برښنا شرکت
