Connect with us

سیمه ییز خبرونه

تهران غواړي پر هرمز تنګي واک وساتي او له بېړیو لګښت واخلي – ایراني سرچینې

د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې: ایران له امریکا سره د وروستۍ لنډمهالې هوکړې له مخې د ۶۰ ورځو لپاره بېړیو ته اجازه ورکړې، چې له هرمز تنګي پرته له لګښته تېرې شي؛ خو باور لري، چې د دې هوکړې مادې اوس هم تهران ته دا حق ورکوي، چې د بېړیو لاره او تګ راتګ یې تر خپل کنټرول لاندې وساتي.

خپور شوی

د

 

دوه ایراني لوړپوړیو سرچینو ویلي؛ تهران هوډ لري، چې پر هرمز تنګي خپل واک نړیوال کړي او په راتلونکي کې له هغو بېړیو، چې خلیج ته ننوځي یا ترې وځي؛ لګښت واخلي.

د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې: ایران له امریکا سره د وروستۍ لنډمهالې هوکړې له مخې د ۶۰ ورځو لپاره بېړیو ته اجازه ورکړې، چې له هرمز تنګي پرته له لګښته تېرې شي؛ خو باور لري، چې د دې هوکړې مادې اوس هم تهران ته دا حق ورکوي، چې د بېړیو لاره او تګ راتګ یې تر خپل کنټرول لاندې وساتي.

سرچینو زیاته کړې؛ ایراني مرکچیان به تر هغې، چې پر هرمز تنګي د ایران د واک د پر رسمیت پېژندلو موضوع حل شوې نه‌وي، له واشنګټن سره د خبرو پر نورو اختلافي موضوعاتو بحث پیل نه‌کړي.

دې سرچینو ویلي؛ که لنډمهاله هوکړه ونه‌غځول شي، ایران به د روان کال د اګست له نیمايي څخه له تېرېدونکو بېړیو د لګښت اخیستل پیل کړي؛ خو د دغو لګښتونو د کچې په اړه یې اوس هم څه نه‌دي ویلي.

ایراني سرچینو همداراز ټینګار کړی، چې که هوکړې ته ونه رسېږي؛ تهران چمتو دی خپلې غوښتنې د پوځي ځواک له لارې هم پلې کړي او له خپل دریځه به شاته نه‌شي.

بل لوري ته امریکا ټینګار کړی، چې هیڅ هېواد حق نه‌لري په نړیوالو اوبو کې د بېړیو د تګ راتګ لاره وتړي یا د هغوی له تېرېدا لګښت واخلي.

سیمه ییز خبرونه

امریکا پر ایران نوي بریدونه پیل کړل؛ د ایران په برید کې امریکایي پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د سینټکام په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر لارښوونه د ختیځ پر وخت د ماښام ۶ بجو پیل شول.

Published

on

د امریکا مرکزي قومندانۍ(سینټکام) ویلي: له هغې وروسته، چې په اردن کې د ایران پر برید دوه امریکایي پوځیان ووژل شول او یو بل ورک شو؛ امریکا پر ایران نوي هوايي بریدونه پیل کړي دي.

د سینټکام په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر لارښوونه د ختیځ پر وخت د ماښام ۶ بجو پیل شول.

د خبرپاڼې له مخې؛ د بریدونو موخه د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران د ګواښونو کمزوري کول او هغو ځواکونو ته سزا ورکول دي، چې پر امریکايي پوځیانو یې بریدونه کړي دي.

د ایران مهر خبري آژانس راپور ورکړی، چې امریکا د ایران په سویل کې د سیرک ښار ته نږدې برید کړی؛ خو تر اوسه د مرګ او ژوبلې یا بېخبناوو د زیان راپور ورکړ شوی نه‌دی.

د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالی له هغې وروسته زیات شوی، چې د دواړو لوریو ترمنځ لنډمهالی اوربند تېره اوونۍ پای ته ورسېد.

شنونکي خبرداری ورکويؤ، چې دا وضعیت ښايي د پراخې جګړې لامل شي.

سینټکام ویلي، د جمعې ورځې په برید کې دوه امریکایي پوځیان وژل شوي او یو بل اوس هم ورک دی. له دې سره د جګړې له پیل راپدېخوا د وژل شویو امریکایي پوځیانو شمېر ۱۶ کسانو ته رسېدلی او له ۴۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د جنګ وزیر پیټ هیګسټ ویلي، د وژل شویو پوځیانو قرباني به د امریکا هوډ نور هم پیاوړی کړي.

بل لوري ته د ایران ستر مشر آیت‌الله مجتبی خامنه‌يي ویلي؛ امریکا به د شخړې د پراخولو بیه پرې کړي. هغه د ټرمپ تګلارې بې‌باوره بللې او خبرداری یې ورکړی، چې امریکا به له درندو لګښتونو او سپکاوي سره مخ شي.

راپورونه ښیي؛ ېایران د کویټ، بحرین، اردن او د خلیج د نورو هېوادونو پر ځینو پوځي او سټراټیژیکو هدفونو هم بریدونه کړي دي.

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې، چې په کویټ، بحرین او اردن کې یې امریکايي پوځي مرکزونه او تجهیزات پر نښه کړي؛ خو رویټرز دا ادعاوې تائیدولی نه‌شي.

په همدې حال کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې میشتو امریکایانو ته د سفر خبرداری ورکړی او څرګندوي، چې د منځني ختیځ د روان کړکېچ له کبله ښايي هوايي سفرونه او د هوايي حریم فعالیتونه له خنډونو سره مخ شي.

د ایران روغتیا وزارت ویلي، په تېرو درې اوونیو کې د امریکا پر بریدونو ۵۰ کسان وژل شوي او له ۵۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

اروپایي ټولنې او د خلیج هېوادونو له ایران غوښتي، چې ژر تر ژره دې ټول بریدونه ودروي او د هرمز تنګي د کښتۍ چلونې آزادي له شرطه پرته وساتي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران د سویل په تازه بریدونو کې له ۳۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول

فاطمې مهاجراني زیاته کړ: د چارشنبې پر ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې دغه مرګ او ‌ژوبله د ایران پر سویلي سیمو د وروستیو بریدونو له کبله اوښتې ده؛ خو د بریدونو د کره ځای او نورو جزئیاتو په اړه یې څه ویل شوي نه‌دي.

Published

on

د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني څرګنده کړې؛ د تهران او واشنګټن ترمنځ د پوځي ترینګلتیا له زیاتېدو سره هممهاله د دغه هېواد په سویلي سیمو کې د وروستیو بریدونو له کبله له ۳۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

فاطمې مهاجراني زیاته کړ: د چارشنبې پر ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې دغه مرګ او ‌ژوبله د ایران پر سویلي سیمو د وروستیو بریدونو له کبله اوښتې ده؛ خو د بریدونو د کره ځای او نورو جزئیاتو په اړه یې څه ویل شوي نه‌دي.

دغه راز ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې امریکايي ځواکونو د چارشنبې پر سهار د بوشهر ولایت درې سیمې ویشتې دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې، دغو بریدونو مرګ او ‌ژوبله نه‌ده اړولې.

بوشهر، چې د فارس خلیج پر غاړه پروت دی، د ایران یوازنۍ فعاله اټومي برښناکوټ او د انرژۍ یو شمېر مهمو تاسیساتو کوربه دی او سټراټیژیک اارزښت لري.

دا بریدونه په داسې وخت کې شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه ورځ مخکې خبرداری ورکړی و؛ که تهران خبرې اترې بیا پیل نه‌کړي، نو د امریکا پوځي عملیات به دوام ومومي او ښايي د ایران بنسټیز جوړښتونه، د برښناکوټونو او پُلونو په ګډون تر بریدونو لاندې راشي.

په وروستیو اوونیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا د پام وړ زیاته شوې او دواړو لوریو پر یو بل بریدونه کړي دي، چې د هرمز تنګي د امنیت او د انرژۍ پر نړیوال بازار د اغېزو په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

هممهاله ایران ملګرو ملتونو ته په یوه لېږلي لیک کې امریکا د اسلام‌آباد د هوکړ‌لیک پر ماتولو او د تلپاتې اوربند لپاره د هڅو پر کمزوري کولو تورنه کړې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

امریکا د هرمز تنګي اړوند د ایران پوځي وړتیاوې له منځه وړي- ټرمپ

ټرمپ همداراز ادعا کړې، چې ښایي ایران په کیوبا کې بې‌پیلوټه الوتکې ځای پر ځای کړې وي.

Published

on

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هېواد یې د هرمز تنګي اړوند د ایران پوځي وړتیاوې له منځه  وړي. رویټرز راپور ورکړی، چې دا څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي بریدونو له بیا پیل سره هم‌مهاله وړاندې شوې دي.

د امریکا پوځ د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې پر ایران نوي بریدونه پیلوي؛ خو ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل اوس هم دې پایلې ته نه‌دی رسېدلی، چې له تهران سره د خبرو له لارې هوکړې ته رسېدل ناشوني دي.

ټرمپ همداراز ادعا کړې، چې ښایي ایران په کیوبا کې بې‌پیلوټه الوتکې ځای پر ځای کړې وي.

هغه ویلي:« که داسې وي او ډېر احتمال هم شته، مونږ به یې پر وړاندې اړینې کړنې تر سره کړو.»

ټرمپ زیاته کړې:« مونږ به له دې کبله له کومې ستونزې سره مخ نه‌شو او هیڅکله به اجازه ورنه‌کړو، چې دا کار وشي. ښایي هغوی هلته ځینې بې‌پیلوټه الوتکې زېرمه کړې وي او مونږ دا موضوع مو تر ارزونې لاندې ده.»

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117