ساینس او ​​ټیکنالوژي

تویتر له تاوتریخوالي ډکو اندونو سره د مقابلې لپاره خپل مقررات نور هم سخت کړل

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۱, ۱۴۰۱)

تویتر په دې وروستیو کې د خپرېدونکیو اندونو د مینځپانګې لپاره خپل مقررات بدل کړي او اوس کارونکي باید په دې ټولنیزه شبکه کې د مینځپانګې خپرولو پرمهال ډېر پام وکړي.

دا بدلونونه له تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره رامنځته شوي دي. که څه هم دا بدلون شرکت ته د ایلان ماسک له ورننوتلو راپدیخوا لومړی بندیز ندی؛ خو دا د پاملرنې وړ یو بدلون دی.

د تویتر د نویو پالیسیو له مخې؛ کاروونکي نور نشي کولی، نورو ته د زیان رسولو غوښتونکي شي یا دې ته ورته مواد ورته په ډاګه کړي.

په دې مقرراتو کې راغلي: په دې کې د بل د مړینې، ناروغۍ، حادثې، یا نورو فزیکي پېښو لپاره د امید څرګندول شامل دي، چې کیدی شي زیانمنې پایلې ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې تویتر پخوا خلکو ته د فزیکي زیان رسولو هیله د خپلو مقرراتو خلاف نه ګڼله.

سربېره پردې اوس د دې ټولنیزې شبکې د نویو مقرراتو له مخې؛ د خلکو د ورځني، مدني یا سوداګریزو فعالیتونو بنسټونه ګواښل هم منع دي. په دې بندیز کې د ملکي خلکو کورونو یا پناه ځایونو ته ګواښونه هم شامل دي. کارونکي به نور ونشي کولی د ویدیو لوبو یا سپورت پېښو په اړه له تاوتریخوالي ډکې تبصرې وکړي.

تویتر ويلي، چې که تاسې له مقرراتو سرغړونه وکړئ؛ نو ستاسې حساب به وځنډول شي؛ خو  که سرغړونه جدي نه وي، ټولنیزه شبکه کولی شي ستاسې حساب ته د لاسرسي د بېرته ترلاسه کولو لپاره له تاسې څخه د اړوند مینځپانګې لرې کولو غوښتنه وکړي.

Trending

Exit mobile version