تازه خبرونه
تېرکال د پاسپورټ ریاست ۱۳ میلیارډ افغانۍ عواید ترلاسه کړل
د کابل په ګډون د هېواد په ۳۴ ولایتو نو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ منظمه روا نده
د پاسپورت ریاست چارواکو ويلي، چې تېر کال يي هېوادوالو ته د دوه میلیون جلده پاسپورټونو د وېش له لارې څه باندې ۱۳ میلیارډ افغانۍ راټولې کړي دي.
د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي، چي هېواد والو ته د پاسپورټ رسوني په برخه کې یې خپل ظرفیتو نه لوړ کړي دي.
دغه را زیاته شوې، چې د کابل په ګډون د هېواد په ۳۴ ولایتو نو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ منظمه روا نده.
د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکو زیاته کړې؛ د چارو د چټکتیا او روڼتا لپاره یې د پاسپورټ سیسټم له برښنايي تذ کرو سره نښلولی، هېوادوالو ته د پاسپورټونو په چاپ چارو کې ځنډ او تخنیکي ستونزې رامنځ ته نشي.
د دې ریاست عمومي رییس ويلي د پاسپورټ تخنیکي ظرفیتو نه يي د سلو راتلونکو کلونو لپاره لوړ کړي او د ورځې پنځوس زره جلده پاسپورتونه چاپ کیږي.
د پاسورټ ریاست عمومي رییس پاسوال عبدالکریم حسیب وایي: «د پاسپورټونو د چاپ په برخه کې د نوم لیکلو په برخو کې د ستونزو د بنسټیز حل لپاره مو د پاسپورټ ریاست او د برښنايي تذکرو له سیستم سره وصل کړي، له دې روسته تخنیکي ستونزې کمې او په کارونو کې چټکتیا زیات شي»
د عبدالکریم حسیب د څرګندونو له مخې؛ په نږدې راتلو نکي کې د ټول هېواد پر کچه د پاسپورټونو د وېش چارو کې د فزیکي اسنادو بهیر به برښنايي ته تبدیل کړي.
هغه ویلي، چې تیر کال يي له دوه میلیون جلده څخه زیات پاسپورټونه وېشلي، چې له دې د رکه يي ۱۳ میلیارډ افغانۍ د حکومت خزاني ته را ټولې کړي دي.
نوموړی وایي: «د ټول هېواد پر کچه تېر کال پاسپورټونو د وېش له اړخه مو د حکومت خزانې ته له ۱۳ میلیارډ افغانۍ څخه زیاتې راټولې کړي او مونږ د پاسپورټونو د ورکړې په بهیر کې سرعت زیات کړي.»
د هېواد یو شمېر اوسیدونکې، چې د پاسپورټ عمومي ریاست ته د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره راغلي وايي، چې د تېر پر پرتله د پاسپورټ د ورکړې په بهیر کې سرعت زیات شوی او هېوادوالو ته په ښه ډول خدمات وړاندې کیږي.
د ننګرهار اوسیدونکي جمشید نومی وایي: « یاره! په دې اوس وخت کې د پاسپورټ د ترلاسه کولو چارې خورا تیزې شوي؛ په دوه ساعتونو کې یې ماته پاسپورټ راکړی. هیله لرم، چې ولایتونو ته هم دا آسانتیاوې زیاتې شي»
د لوګراوسیدونکي نجیبالله ویلي: « د تېر پر پرتله ۹۰ سلنه د پاسپورټ د ترلاسه کولو ستونزه اواره شوې او له حکومت هیله لرو، چې ځوانانو ته د کار پیداکولو په برخو کې هم همکاري وکړي.»
د پاسپورټ عمومي ریاست ويلي، چې د تېرو کلونو پر پرتله يي مراجعین کم شوي او وایي، چې اوس د هېواد پر کچه د ورځې د پاسپورټونو د وېش کچه ۴۰۰۰ ته راټیټه شوې ده. اوس هېوادوال کولی شي د یو ساعت په بهیر کې پاسپورټ ترلاسه کړي.