تازه خبرونه
تېر کال د نړۍ ۲۵۸ میلیون خلکو خوراکي خوندیتوب نهلره ـ ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د پروني خپوره شوي راپور له مخې؛ په ۵۸ هېوادونو کې تېر کال ۲۵۸ میلیون خلک د شخړو، اقلیمي بدلون، د کرونا وبا اغېزې او په اوکراین کې د روسیې جګړې له کبله د خوراکي توکو له نهخوندیتوب سره مخ ول.
ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په یوه ګډ راپور کې څرګنده کړې، چې افغانستان د هغو اووه هېوادونو په سر کې دی، چې خلک یې له لوږې سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۲ ز. کال کې د نړۍ ۲۵۸ میلیون وګړي د اقلیمي بدلون، کرونا ویروس د پراخې اغېزې او د اوکراین جګړې د میلیونونو افغانانو په ګډون خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په ګډ راپور کې راغلي: په سومالیا کې ۵۷ سلنه لوږه وه. په داسې حال کې، چې دا ډول سخت شرایط په افغانستان، بورکینا فاسو، هایتي، نایجیریا، جنوبي سودان او یمن کې هم رامنځته شوي. د ملګرو ملتونو او د خواړو پروګرام د موندنو له مخې؛ په ۵۸ هېوادونو کې شاوخوا ۲۵۸ میلیون وګړي په ۲۰۲۲ کې د خورا سختې لوږې سره مخ ول. په داسې حال کې، چې په ۲۰۲۱ کې په ۵۳ هېوادونو کې دا شمېر ۱۹۳ میلیون و.
د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې پروګرام د خوراکي توکو د بحران په نړیوال راپور کې افغانستان د هغو اووه هېوادونو په ډله کې راغلی، چې وګړي یې له سختې بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چې په پرلپسې توګه د څلورم کال لپاره د هغو کسانو شمېر، چې د سختو ناامنیو له کبله د خواړو مرستو ته اړتیا لري؛ زیات شوی دی.
له بلې خوا یو شمېر مرستندویه بنسټونه وايي، چې په افغانستان کې پوره لوږه بشري ناورین ته پکی وهي.
د ناروې د کډوالو شورا رییس جان ایګلند وایي: مونږ واقعاً په افغانستان، سودان، یمن او سومالیا کې د لوړ بشري ناورین تمه نه درلوده. سودان، چې مخکې بشري مرستو ته اړتیا لرله؛ اوس له جګړو سره په دې هېواد کې له ۱۵څخه تر ۱۶ میلیون پورې خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
افغانان وايي، چې په هېواد کې د لوږې او بېوزلۍ اصلي لامل بي کاري ده.
د بلخ اوسیدونکی عبدالقیوم وايي؛ که په افغانستان کې پراخیتايي پروژې پيل شي او خلک بوخت شي؛ نو کیدای شي، چې د خلکو اقتصاد پر پښو ودریږي.
یو شمېر اقتصاد پوهان وايي، چې بشري مرستې لنډ مهاله اقتصادي ستونزې له منځه وړي، خو د اوږدمهاله اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو لپاره په هېواد کې د نړیوالې ټولنې لخوا د اقتصادي او پرمختیايي پروژو پیل ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ دا مهال په افغانستان کې ۲۸ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، چې شاوخوا اووه میلیون یې له سختې لوږې سره مخ بلل شوي دي.
تازه خبرونه
چین او قطر د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي
د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.
د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو شیائویونګ د خپل سفر پر مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي سره ولیدل او دواړو لوریو د افغانستان پر وروستیو بدلونونو بحث او خبرې وکړې.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.
په دې لیدنه کې الخلیفي ټینګار کړی، چې قطر د شخړو د سولهییزو حل لارو ملاتړ کوي او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا هڅې هڅوي.
قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان په چارو کې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه لرلې، چې په کې د افغان چارواکو او بهرنیو هېوادونو د استازو په ګډون د خبرو اترو کوربهتوب هم رانغاړي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال یوو – روسیه
د روسیې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي؛ مسکو له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال کې دی او د سیمې له نورو هېوادونو غواړي، چې له کابل سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د اینټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روسیې د امنیت شورا منشي سرګې شویګو په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو ټولنې ناستې ته ټینګار کړی، چې مسکو له کابل سره همکاري د سیمهییز امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ګڼي.
شویګو زیاته کړې؛ روسیه د اسلامي امارت له چارواکو سره «عملپاله خبرې اترې» لري، چې د امنیت، سوداګرۍ، کلتوري تبادلو او بشري مرستو برخې رانغاړي.
هغه همداراز د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو ټولنې د تماس ډلې د بیا فعالولو وړاندیز کړی، چې د افغانستان د اړوند مسایلو لپاره ورسره سیمهییزه همغږي پیاوړې شي.
روسي چارواکي د امنیتي اندېښنو له کبله له افغانستان سره نږدې همکاري اړینه بولي.
د یادونې ده، چې روسیې د یوازني هېواد په توګه اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی دی.
تازه خبرونه
د برښنا شرکت مسوولانو او په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنالېږد مزي پر طرحې، نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا او د افغانستان انرژۍ پراخو پانګیزو فرصتونو بحث وشو او دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
-
تازه خبرونه5 days agoایران د امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي- راپور
-
نړۍ4 days agoله ایران سره د امریکا د جګړې لګښتونه ۲۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي – پنټاګون
-
نړۍ5 days agoد رویترز او ایپسوس نظرپوښتنه: ډېری امریکایان له ایران سره د جګړې موخې ناڅرګندې ګڼي
-
تازه خبرونه3 days agoله اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال یوو – روسیه
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې لوږه زیاته شوې؛ ښځې او ماشومان له ټولو ډېر زیان ویني – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه3 days agoچین او قطر د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې سلګونه افغان ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
تازه خبرونه4 days agoله افغان حکومت سره عملي تعامل د رسمیت پېژندنې معنا نهلري – اروپايي ټولنه
