روغتيا
تېر کال کې د زیږون پرمهال شاوخوا ۶۰۰ میندې مړې شوي
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ تېر کال په ټول هېواد کې یو میلیون ماشومان زېږېدلي او ۵۸۴ میندو د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزیر قلندر مومند وايي؛ تېر کال په ټول هېواد کې یو میلیون ماشومان زږیدلي، چې اوس د تېر کال په پرتله د میندو د مړینې په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
قلندر عباد وايي، چې د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې کمول يې له لومړيتوبونو څخه دي.
نوموړی ډاډ څرګندوي، چې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې د راکمولو لپاره یو پرمختللی نسايي او ولادي انتسیتیوت جوړ کړي.
په کابل ښار کې د مور او ماشوم لپاره یوازې دوه دولتي ځانګړي روغتونونه شته، چې له کبله یې د پلازمېنې ډېر خلک دغو دوه روغتونونو ته ورځي.
په رابعه بلخي روغتون کې میندې له روغتیايي خدمتونو راضي ښکاري.
د رابعه بلخي روغتون ناروغه خوري ګل وايي: زه له یوه خصوصي روغتون څخه دې روغتون ته د جراحۍ لپاره رالیږل شوې یم او داکترانو هم ورسره سمه همکاري کړې ده.
یوې بلې ناروغې سرینا نومې ویلي: زما ماشوم په دې روغتون کې په نورمال ډول زیږیدلی او زه له داکترانو څخه د دوی د زیار له کبله مننه کوم.
نرسه رابعه شمس وايي، د ماشومانو د زیږون پر مهال د وینې لوړ فشار، د امیدوارۍ پر مهال ناسمه تغذیه او ناسم دودونه هغه لاملونه دي، چې د زیږون پرمهال د میندو د مړینې لامل ګرځي.
افغانستان اوس هم یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده او د هېواد په ټولو لرې پرتو سیمو کې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره مناسب روغتیايي امکانات کم دي.
روغتيا
په ۱۱ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین نوی پړاو پیل شو
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کمپاین په دې پړاو کې به د افغانستان شاوخوا ۴ اعشاریه ۸ میلیون له پېنځه کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین شي.
نن دوشنبه( د مرغومي درېیمه ) په ۱۱ ولايتونو کې د ګوزڼ یا پوليو واکسين کمپاين نوی پړاو پيل شو.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کمپاین په دې پړاو کې به د افغانستان شاوخوا ۴ اعشاریه ۸ میلیون له پېنځه کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین شي.
دغه کمپاين په کابل، کندهار، هلمند، روزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندوز ولايتونو کې پيل شوى دى.
افغانستان او پاکستان اوس هم د ګوزڼ یا پولیو له ناروغۍ سره مخ سیمې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو پر بنسټ سږ کال په ټوله نړۍ کې د پولیو ۷۱ پېښې ثبت شوي، چې ۲۳ یې په افغانستان او ۵۰ یې په پاکستان کې دي.
روغتيا
د هرات حوزوي روغتون د اسانتیاوو د نشتوالي ستونزه لري
د هرات حوزوي روغتون ۶۵۰ بستره لري، چې هره ورځ له ۱۰۰۰ د ډېرو ناروغانو خدمت کیږي. د دې روغتون په بېلابېلو څانګو کې پر هر بستر دوه ناروغان تر درملنې لاندې دي.
د هرات په حوزوي روغتون کې که څه هم هره ورځ له ۱۰۰۰ ډېر ناروغان تر درملنې لاندې نیول کېږي؛ خو د دغه روغتون مسوولانو ويلي، چې د اسانتیاوو پر پرتله د ناروغانو شمېر دوه چنده دى، چې لامل يې د ځاى او د اسانتياوو د نشتوالي ستونزه ده.
د هرات حوزوي روغتون ۶۵۰ بستره لري، چې هره ورځ له ۱۰۰۰ د ډېرو ناروغانو خدمت کیږي. د دې روغتون په بېلابېلو څانګو کې پر هر بستر دوه ناروغان تر درملنې لاندې دي.
د دې روغتون ډاکټران وايي، چې یوازې د ځانګړې پاملرنې په څانګه کې ۶۵ بسترونو ته اړتیا ده. په داسې حال کې، چې شاوخوا لس بسترونه دي او د هیموډالیز په څانګه کې له ۱۷ وسایلو څخه ۸ یې فعال دي.
د دغه روغتون مسوولینو ويلي، که څه هم په ټولو څانګو کې هره ورځ روغتیايي خدمات وړاندې کېږي؛ خو د ناروغانو د ډېروالي له کبله کافي اسانتیاوې نلري.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دې روغتون ډېرې څانګې په ځانګړي توګه د هیموډالیز او د ماشومانو د درملنې څانګې کافي اسانتیاوو او ځای ته اړتیا لري.
روغتيا
په افغانستان کې باید سنتي طب معیاري شي – نورجلال جلالي
دې وزارت نن (چارشنبه د لیندۍ څوارلسمه) لیکلي، چې جلالي وایي؛ د سنتي طب د لېوالو کسانو لپاره باید یو معیاري درسي نصاب جوړ شي.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي نورجلال جلالي چین ته د خپل سفر پر مهال د سنتي طب په نړیوال کنفرانس کې د سیمې لپاره د سنتي طب په اړه د روغتیا نړیوالې ټولنې او شانګهای همکاریو ټولنې همکاري اړینه یاده کړه او څرګندوي، چې په افغانستان کې باید سنتي طب معیاري او د عصري طبابت یوه برخه شي.
دې وزارت نن (چارشنبه د لیندۍ څوارلسمه) لیکلي، چې جلالي وایي؛ د سنتي طب د لېوالو کسانو لپاره باید یو معیاري درسي نصاب جوړ شي.
هغه دغه راز د سنتي طب په برخه کې د چين او افغانستان پر دوه اړخيزو همکاريو ټينګار وکړ اووایيو چې په دې برخه کې باید د ظرفيتونو لوړولو، تجربو شريکولو او څېړنو زمینه برابره شي.
د يادونې ده، چې دا مهال په عامې روغتيا وزارت کې د سنتي طب رياست جوړ شوى، چې د ډاکټرانو د کار پر سمون، تګلارو او لارښوونو کار کوي.
-
تازه خبرونه5 days ago
بایډن د افغانستان د بشري بحران له کبله ملي بېړنی حالت وغځاوه
-
تازه خبرونه1 day ago
د راتلونکي ادارې په چوکاټ کې به امریکایي ځواکونه افغانستان ته ستانه نشي
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د اسرائیل او حماس د اوربند له اعلان وروسته په غزه کې هوايي بریدونه وشول
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان او قطر د کاري کمیټې ګډه ناست ترسره شوه
-
تازه خبرونه1 day ago
۲۰۰ افغانان د ویزې ترلاسه کولو وروسته له فیلیپین څخه امریکا ته ولاړل
-
نړۍ2 days ago
په نایجریا کې د تېلو ټانکر د چاودنې کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شول
-
نړۍ14 hours ago
ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې د کډوالۍ د مخنیوي ژمنه وکړه
-
ساینس او ټیکنالوژي12 hours ago
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو