تازه خبرونه
جاپان او افغانستان پر روغتیايي همکاریو بحث او خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر کورومیا تاکایوشي سره ولیدل.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ قلندر عباد او تاکایوشي په روغتیايي برخه کې د جاپان پر ونډه او همکاریو بحث او خبرې کړې دي.
قلندر عباد له انتاني روغتون او افغان جاپان روغتون سره د دې هېواد له مرستو مننه وکړه.
ویل کیږي، چې د جاپان هېواد سفیر په روغتیايي برخه کې پر ګډ کار او همکارۍ خوښي څرګنده کړه او وایي، چې په نږدې راتلونکې کې به د دغه هېواد له لوري دیارلس مجهز امبولانسونه او د درملو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وشي.
تازه خبرونه
د ازبکستان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، عصمت الله ایرګاشوف او اډوارډز سټیپرایس د ازبکستان او اروپايي اتحادیې ترمنځ د همکارۍ ژوروالی تر ارزونې لاندې ونیوه.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د دغه هېواد او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د سیمهییز امنیت او د افغانستان د اوسني وضعیت پر اړینو مسلو خبرې کړې دي.
د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، عصمت الله ایرګاشوف او اډوارډز سټیپرایس د ازبکستان او اروپايي اتحادیې ترمنځ د همکارۍ ژوروالی تر ارزونې لاندې ونیوه.
اروپايي ټولنې زیاته کړې، چې په مرکزي آسیا کې د دې ټولنې استازي سټیپرایس د دې غونډې په بهیر کې د افغانستان د وضعیت پورې اړوند مسلو په اړه د رغنده او سیسټماټیک بحثونو سره خپله علاقه څرګنده کړه.
د غونډې په بهیر کې سټیپرایس هوکړه وکړه، چې د ازبکستان له ځانګړي استازي سره یوځای د منظمو مشورو ملاتړ وکړي.
مخکې له دې د ازبکستان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان د وضعیت او په هېواد کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو او په ترمز کې د نړیوال ټرانسپورټ او لوژسټیک مرکز څخه د بشري مرستو د لېږلو د امکان په اړه بحث کړی و.
تازه خبرونه
مسکو له اسلامي هېوادونو سره همکاري روانه ساتي – ولادمیر پوتین
دا غونډه یو مهم نړیوال فورم دی، چې موخه یې د نړیوالې همکارۍ زیاتوالی او په ځانګړي توګه د روسیې او د اسلامي همکاریو ټولنې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ده.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په کازان کې د روسیې- اسلامي نړۍ د شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې د هرکلي پر مهال ویلي، چې مسکو له سختو نړیوالو شرایطو سره – سره له اسلامي هېوادونو سره همکاري روانه ساتي.
دا غونډه یو مهم نړیوال فورم دی، چې موخه یې د نړیوالې همکارۍ زیاتوالی او په ځانګړي توګه د روسیې او د اسلامي همکاریو ټولنې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ده.
دا غونډه نن( د غویی پر درویشتمه د ولادمیر پوتین پر پرانیستونکې وینا پیل شو او د غویی تر اتهویشتمې) به په کازان ښار کې روانه وي.
پوتین ویلي، چې هغه به له دې هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.
ولادیمیر پوتین وایي:” له پېړیو راپدېخوا زمونږ څو توکمیز هېواد د اسلامي نړۍ له هېوادونو سره پراخې همکارۍ ته پرانیستی دی او نن له سختو نړیوالو همکاریو سره – سره مونږ په مؤثره او دوامداره توګه اقتصادي، علمي، تعلیمي، بشري او سیمهيیزو اړیکو ته پراختیا ورکوو”.
د اسلامي امارت چارواکي هم دې غونډې ته بلل شوي او ټاکل شوې، چې له افغانستان څخه یو پلاوی په دې غونډه کې ګډون وکړي.
یو شمېر کارپوهان دا فرصت د افغانستان لپاره ارزښتناک ګڼي، چې له نړیوالې ټولنې سره په ځانګړي توګه له مشترک المنافع هېوادونو سره نور تعامل او همکاري وکړي.
که څه هم روسیه اسلامي امارت پر رسمیت نهپېژني؛ خو په وروستیو میاشتو کې یې له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې نورې هم وغځولې، چې په کې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه وایستل شو.
تازه خبرونه
د ټرمپ حکومت له افغانانو ملاتړ پروګرام پای ته رسوي
د کورني امنیت وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې دا پروګرام به د جولای پر دولسمه پای ته ورسوي.

د ټرمپ حکومت د لنډمهاله ملاتړ پروګرام، چې له افغانستان څخه زرګونو خلکو ته یې خوندي ایستل وړاندې کول؛ پای ته رسوي.
د کورني امنیت وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې دا پروګرام به د جولای پر دولسمه پای ته ورسوي.
د TPS پروګرام مهاجرینو ته اجازه ورکوي، چې د جګړې، طبیعي پېښو یا نورو مسلو له کبله خپلو هېوادونو ته ستنېدا یې خوندي نده؛ نو د ایستلو پرمهال لنډمهاله معافیت او د کار جواز ترلاسه کوي.
د فډرالي احصائیو له مخې؛ د تېر کال پر پرتله له ۸ زره څخه ډېر افغانان د TPS لپاره تائید شوي دي.
TPS د وروستی ځل لپاره په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره تمدید شو او ټاکل شوې وه، چې په می کې پای ته ورسیږي؛ خو که د ټرمپ حکومت یې د بل تمدید پرېکړه ونکړي.
AfghanEvac هغه ډله ده، چې د افغانانو په ځای پر ځای کولو کې مرسته کوي. دې ډلې په ایکس پاڼه کې لیکلي: “دا پرېکړه د منلو نده او څپهییزې اوږدمهاله اغېزې به ولري.
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د هند او پاکستان د اوربند له هوکړې وروسته د چاودنو راپورونه ورکړ شول
-
نړۍ2 days ago
امریکا او حماس په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
یو شمېر افغان کدرونه د مصنوعي ځیرکتیا روزنې لپاره چین ته لیږل شوي – د ایم سي سي مشر
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ټول پیلوټان بېرته خپل کور ته راستانه شول – د هند هوايي ځواک
-
سوداگري2 days ago
امریکا او چین د تعرفو پر لنډمهاله کمولو هوکړې ته ورسېدل
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې د اورښت کمښت مخ پر پراخېدو دی ـ اوچا
-
نړۍ18 hours ago
ټرمپ منځني ختیځ ته د څو ورځني سفر لپاره سعودي عربستان ته ورسېد
-
تازه خبرونه4 days ago
هند پر افغانستان برید کړی؛ خو هند یې ردوي – پاکستان