نړۍ
حوثیانو د سعودي عربستان د ریاض پر هوايي ډګر او د تېلو تاسیساتو له بریدونو خبر ورکړ
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، سعودي چارواکو تر اوسه د حوثیانو دغه ادعاوې تائید کړې نهدي.
د یمن حوثیانو د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د تېلو د نللیکې د پمپ کولو تاسیسات او د ریاض هوايي ډګر یې پر نښه کړي دي. که دا ادعاوې تائید شي په سیمه کې به د انرژۍ د تاسیساتو او د تېلو د لېږد د امنیت په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، سعودي چارواکو تر اوسه د حوثیانو دغه ادعاوې تائید کړې نهدي.
دغه راز د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف اعلان کړی، چې د یمن په پلازمېنه صنعا کې یې د بالسټیک توغندیو دوه توغوونکي له منځه وړي دي.
د دې ائتلاف د څرګندونو له مخې، له دغو توغوونکو څخه یو د ریاض پر لور د توغندي توغولو لپاره کارول شوی و، چې توغندی یې په هوا کې شنډ شوی دی.
حوثیانو همدارنګه ادعا کړې، چې په ریاض کې یې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر پر نښه کړی دی.
دغه هوايي ډګر له دې مخکې د یوه برید له کبله د دوه ترمینلونو فعالیت درولی و؛ هغه برید، چې حوثیانو یې مسوولیت منلی؛ خو وروسته یې د دغو ترمینلونو فعالیت بېرته پیل شو.
دغه راز د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف په یمن کې د حوثیانو پر مورچو له پوځي عملیاتو خبر ورکړی او څرګندوي، چې د بالسټیک توغندیو د ساتلو لپاره یې پېنځه تونلونه، د توغندیو څلور توغوونکي او د توغندیو د زېرمه کولو یو مرکز پر نښه کړي دي.
دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د سعودي عربستان د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د تېلو نللیکه، چې سرې بحیرې ته د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه ده؛ ډېره مهمه شوې ده؛ ځکه سیمهییزې جګړې د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد محدود کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړي چارواکي په تهران کې له ایراني چارواکو سره ګوري او د سیمهییزو همغږیو په اړه خبرې کوي.