تازه خبرونه
حکومت دې د فیسبوکي او ټویټري جګړې پر ځای له خلکو ملاتړ وکړي
د مشرانو جرګې مشر له حکومتي چارواکو غوښتي، چې له فیسبوکي جګړې را ووځي؛ خلک له هېواده دفاع ته منظم او اړتیاوې یې پوره کړئ.
د هېواد په ډېرو سیمو کې د جګړو له ډېرېدو سره سم یو شمېر ولسي خلکو وسله را اخیستې او وايي، چې له افغان ځواکونو سره اوږه پر اوږه د طالبانو پر ضد جګړه کوي.
د مشرانو جرګې رييس څرګنده کړې، چې ولسمشر او حکومتي چارواکي باید له فیسبوکي او ټویټري جګړې را ووځي او خلک منظم کړي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار زیاته کړې؛ خلکو په روان بېړني حالت کې وسلې راپورته کړي او حکومت ته په کار ده، چې دا خلک سم مدیریت او اړتیاوې یې پوره کړي.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړيو ويلي، چې وسلوال طالبان سوله نکوي او حکومت باید د ملي پخلاینې عالي شوری لغو کړي او د جنګ شوری جوړه کړي.
د مشرانو جرګې غړي فرهاد سخي ویلي؛ د ملي پخلاینې عالی شورا بې پایلې شوي او پر ځای یې باید د جګړې شورا جوړه شي. پخلاینه له هغه چا سره، چې سولې ته نه حاضریږي؛ بې معنا ده. مونږ لاس وراوږدوو؛ خو لاس مې پرې کوي.
د مشرانو جرګې غړی سید صفي الله هاشمي وایي: طالبان او پاکستان باید پوه شي، چې له خلکو سره مخ دي. دفاع وزارت باید له رامنځته شوي وضعیته غوره ګټه واخلي او له ولسي ځواکه ملاتړ وکړي. اوس د خلکو وار دی، چې له چا سره سوله وکړي او له چا سره د جګړې ډګر ته ودانګي.
د مشرانو جرګې غړيو ټینګار کړی، چې د طالبانو پر ضد د خلکو روان پاڅون باید پیاوړی شي او حکومت یې باید سرښندنې له پامه ونه غورځوي؛ په امنیتي بنسټونو کې دې جذب شي، چې په راتلونکې کې ستونزې ونه زیږوي.
تازه خبرونه
په تخار ولایت کې یو چینایي د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو چارسمبالي محمد اکبر حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ( لی ) نومی چینایي تېره شپه (سېشنبه د سلواغې دوهیمه) د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.
د تخار ولایت امنیه قومندانۍ ويلي، چې په تخار ولایت کې یو چینایي د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو چارسمبالي محمد اکبر حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ( لی ) نومی چینایي تېره شپه (سېشنبه د سلواغې دوهیمه) د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.
محمد اکبر حقاني وايي: "دغه چینایي وګړی له خپل ژباړونکی سره پرته له دې، چې دفتر او د دفتر امنیتي چارواکي خبر کړی؛ پر نامعلوم لوري روان شوي دي. له بده مرغه چینایي وګړی د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی."
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د نوموړي ژباړونکي ته زیان ندی رسیدلی.
حقاني ويلي، چې پوليسو په دې اړه خپلې لومړنۍ څېړنې پيل کړې دي.
د راپورونو له مخې، چینایي وګړي د سرو زرو په کان کې کار کاوه.
تر اوسه کومې ډلې یا کس د دې پېښې مسوولیت ندی منلی.
تازه خبرونه
تحول: د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې مراسم
تازه خبرونه
څار: په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بیا رامنځته کېدا په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې
-
تازه خبرونه3 days ago
د راتلونکي ادارې په چوکاټ کې به امریکایي ځواکونه افغانستان ته ستانه نشي
-
تازه خبرونه1 day ago
ډونالډ ټرمپ له لوړې وروسته له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو
-
تازه خبرونه1 day ago
امریکا ته د ۱۶۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو الوتنې وځنډول شوې
-
نړۍ2 days ago
ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې د کډوالۍ د مخنیوي ژمنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
۲۰۰ افغانان د ویزې ترلاسه کولو وروسته له فیلیپین څخه امریکا ته ولاړل
-
نړۍ1 day ago
ټرمپ د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو
-
نړۍ3 days ago
په نایجریا کې د تېلو ټانکر د چاودنې کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شول