سیمه ییز خبرونه

خلک دې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره پاڅون وکړي

هغه ویلي؛ د دې غوښتنې موخه د قانون حاکمیت، عدالت او د هغه څه پر وړاندې مبارزه ده، چې ده ورته «سیاسي او له مخکې ټاکل شوې پرېکړې» ویلې ده.

Published

on

عمران خان پخپل پیغام کې ټینګار کړی، چې: «د سړکیز خوځښت لپاره چمتو شئ؛ ټول خلک باید د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره راپورته شي.»

هغه ویلي؛ د دې غوښتنې موخه د قانون حاکمیت، عدالت او د هغه څه پر وړاندې مبارزه ده، چې ده ورته «سیاسي او له مخکې ټاکل شوې پرېکړې» ویلې ده.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر په ایکس پاڼه کې لیکلي: وروستۍ پرېکړه، چې د ده پر ضد صادره شوې؛ د سیاسي فشارونو د لړۍ یوه برخه او د قانوني اصولو او د دفاع له فرصت ورکولو پرته صادرې شوې ده.

د هغه پر اند، د دې وضعیت دوام به د پاکستان عدلي او قضایي نظام له جدي مشروعیتي بحران سره مخ کړي.

عمران خان همدارنګه له حقوقي ټولنې، وکیلانو او د اساسي قانون له مدافع بنسټونو غوښتي، چې د ولس تر څنګ ودرېږي او د قانون حاکمیت د بېرته خوندي کولو لپاره فعاله ونډه واخلي.

هغه ټینګار کړی، چې له عدالت او خپلواک قضایي نظام پرته نه سیاسي ثبات شونی دی او نه اقتصادي پرمختګ.

پخواني لومړي وزیر د خپل پیغام په بله برخه کې څرګنده کړې، چې د ده نیوکه د پاکستان د پوځ پر ادارې نده، بلکې د یوه مشخص کس پر وړاندې ده.

نوموړي زیاته کړې: «پوځ زما او د پاکستان د خلکو ملکیت دی. زما نیوکه پر عاصم منیر ده.لکه څنګه، چې په تېر کې ډیکټاټوران تر نیوکې لاندې نیول کېدل.»

د هغه د څرګندونو له مخې: هغه څه، چې پر ده په زندان کې تېرېږي؛ د پوځي چارواکو پر امر ترسره کېږي.

عمران خان اوسنی وضعیت د ۲۰۰۷ کال له پېښو سره پرتله کړې او خبرداری ورکوي، چې د قانون حاکمیت کمزوري کول به د پاکستان د راتلونکې لپاره جدي پایلې ولري.

عمران خان هغه قاضیان، چې د فشارونو پر وړاندې ولاړ دي «ملي اتلان» بللي او هغه نور، چې د ده پر وینا «بې له پوښتنې امرونه عملي کوي» د پرویز مشرف د پوځي واکمنۍ د دورې قاضیانو ته ورته دي.

هغه همدارنګه له حقوقي ټولنې او « د وکیلانوانصاف ټولنې» غوښتي، چې د قانون حاکمیت د بیا ساتلو او د اساسي قانون د خوندیتابه لپاره پوره او فعاله ونډه واخلي.

نوموړي دا ټینګار هم کړی، چې له عادلانه قضایي نظام پرته نه اقتصادي پرمختګ شونی دی او نه د ټولنې اخلاقي وده.

د عمران خان خبرپاڼه په داسې حال کې خپرېږي، چې د پاکستان سیاسي او قضایي وضعیت نور هم له پراخو ترینګلتیاوو سره مخ شوی او د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر د محاکمې په اړه کورني او نړیوال غبرګونونه هم راپارېدلي دي.

Trending

Exit mobile version