تازه خبرونه

خلیلزاد بریالی شو، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو شین څراغ ولګوي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانانو تر منځ د خبرو د پیل له اعلان نه یوازې تود هرکلی کړی، بلکې دا یو تاریخي فرصت بولي، چې ور سره به د افغانستان روانه ۴۰ کلنه جګړه پای ته رسیږي، ځکه ډېر شمېر افغانان په کې وژل شوي دي.

خلیلزاد زیاته کړې: تر دې ځایه د رسیدلو لار اوږده وه او ستونزې به په راتلونکې کې هم وي.‌ مهمه لاسته راوړنه هیڅکله آسانه نه وي. اوس د افغان مشرانو مسوولیت دی، چې لدې شېبې ګټه واخلي او دې ظالمې او بې‌مفهومې جګړې ته د پاې ټکی کیدي.

هغه څرګندوي؛ هیڅ سیاسي جوړجاړی له مصلحت پرته نه ترلاسه کیږي.‌ د افغانستان معاصر تاریخ ښيي، چې د واک د انحصار هڅې او په زوره پر نورو خپله ایډیالوژي تپل، شخړې رامنځته کوي او هېواد د نورو لاسوهنو ته ټیل وهي.

ټاکل شوې د افغانستان د سولې د خبرو اترو د پرانستې مراسم سبا د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.

ښاغلی خلیل زاد له ۲۰۱۸ کال راپدیخوا نه ستړې کیدونکې هڅې کوي، چې د افغانستان حکومت او طالبان د خبرو میز ته نږدې کړي. د هغه هڅو هغه مهال پایله ورکړه، چې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو تر منځ افغانستان ته د سولې راوستو هوکړه لاسلیک شوه.

د دغې هوکړې له مخې؛ افغان حکومت له ۵۰۰۰ ډېر طالب بندیان خوشې کړي، چې په بدل کې یې له ۱۰۰۰ ډېر حکومتي بندیان خوشې کړل او امریکا هم په افغانستان کې خپل سرتېري راکم او پېنځه اډې یې افغان ځواکونو ته وسپارلې.

د خپلمنځي خبرو د پیل او پرانستي لپآره قطر ته د شپږ طالب بندیانو له لیږد وروسته، د دې تړون ټولې مادې پلې شوې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د افغانانو تر منځ د خبرو په پرانستونکې ناسته کې د ګډون لپاره قطر ته رسیدلی دی.

دغه راز د قطر پلازمېنې دوحې ته د حکومت مرکچي پلاوی هم نن دوحې ته تلی دی.

 ولسمشر غني په یوه څرګندونه کې دغه پلاوي ته د بریا هیله کړې او وایي؛ د دوی دنده په هېواد کې د تلپاتې سولې راوستل دي، چې د افغانانو تپاتې هیله ده.

همدارنګه د ملي پخلاینې عالي شورا څرګنده کړې، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ هم یو پلاوی نن قطر ته تللی دی.

د یادې شورا ویاند خوځون ویلي: مونږ هیله من یو، چې له اوږده ځنډ وروسته به دا خبرې د تلپاتې سولې لامل شي او جګړه به پای ته ورسیږي.

دغه راز د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ هم ویلي: “ټول بهیرونه باید له دې تاریخي فرصته د پرمختګ او د لاسته راوړنو د خوندي کولو لپاره ګټه پورته کړي، چې په پوره سرښندنه ترلاسه شوي دي. دغه راز ناتو به افغانستان امنیت ته تر اوږدې مودې ژمنه پاتې وي.

تېره ورځ ماښام مهال پاتې شپږ طالب بندیان د قطر پلازمېنې دوحې ته واستول شول.

د طالب له ۵۰۰۰ کسیزه نوملړه پاتې دغه شپږ وروستي سخت دریځي بندیان د بهرنيو اتباعو پر وژلو او د نشه يي توکو د قاچاق په تور بندیان شوي او اوس به په قطر کې تر څارنې لاندې وي.

د یادونې ده، چې د دغو بندیانو په خوشې کولو کې ځنډ د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیل هم ځنډولې و. اوس ټاکل شوې، چې خپلمنځي خبرې به د شنبې پر ورځ د محرم الحرام پر ۲۴، د وږي پر ۲۲ او د سپتمبر پر ۱۲ د قطر په دوحه کې پیل او پرانستل شي.

Trending

Exit mobile version