تازه خبرونه

داعش په افغانستان کې ځپل شوی – د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲, ۱۴۰۲)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې داعش ځپل شوی او د پولو امنیت تر بل هر وخت ډېر خوندي دی.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اروپايي ټولنې له چارسمبالۍ سره په کتنه کې څرکنده کړې، چې په افغانستان کې اداري فساد، د مخدره موادو تولید او تاوتریخوالی پای ته رسېدلی دی.

نوموړي د افغانستان په مسايلو کې د اروپايي ټولنې رول مهم وباله او له افغانستان سره يې د روغتيا، پوهنې او د بېخبناوو د جوړولو په برخو کې د مرستو پر دوام ټينګار څرګند کړی دی.

نوموړې زیاته کړې، افغانستان د اقلیم د بدلون یو له قربانیانو څخه دی او نړیواله ټولنه باید افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د اقلیم د زیانونو د مخنیوي لپاره لازمې مرستې ترسره کړي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا ایودیس له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د افغانستان له خلکو سره یې د اروپا د بشري مرستو د دوام ډاډ وړاندې کړ.

Trending

Exit mobile version