تازه خبرونه

دولتي بنسټونه د برښنا له شرکت څخه یو نیم میلیارډ افغانۍ پوروړي دي

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت چارواکو ويلي، تېر کال یې د برښنا له لګښت څخه ۳۷ میلیارډ افغانۍ عواید ترلاسه کړي؛ خو دولتي بنسټونه له دغه شرکت څخه ۱.۵ میلیارډ افغانۍ پوروړي دي، چې باید سږ کال یې ورکړي.

دغه راز دې شرکت تېر کال د درې میلیارډ افغانیو پر ارزښت له سلو ډېرې پروژې پلې کړي؛ ځکه د پېنځه کلن پلان له مخې باید افغانستان د وارداتي برښنا له انحصار څخه خلاص شي.

د برښنا شرکت چارواکو په یوه کلنۍ خبري ناسته کې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړل.

د برښنا شرکت د عملیاتي چارو رییس عبدالرحمن رحماني ویلي: په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې یې له ۳۷ میلیارډ افغانیو ډېرعواید ترلاسه کړي، چې یوه برخه یې هغو هېوادونو ته ورکړیوې، چې له دوی څخه برښنا واردوي او د درې میلیارډ ډالرو پر ارزښت یې د برښنا د تولید څه باندې ۱۰۰ پروژې پلې کړې دي.

د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي زیاته کړې؛ د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په برخه کې پرمختګ شوی او د برښنا پیسې یادو هېوادونو ته ورکړ شوې دي. دغه شرکت هڅه کوي، چې په څو نورو کلونو کې د اړتیا وړ برښنا له کورنیو سرچینو څخه چمتو کړي.

د برښنا شرکت د سوداګریزې څانګې مرستیال میرویس عطايي ویلي؛ د یو شمېر نیمه کاره پروژو کار پیل شوی او په هېواد کې د برښنا د تولید ظرفیت هم لوړ شوی دی. دا مهال دولتي بنسټونه د برښنا شرکت ۱.۵ میلیارډ افغانۍ پوروړي دي او ټاکل شوې، چې سږ کال دغه پیسې ورکړي.

ویل کیږي، چې د ۶۸ میلیون افغانیو پر لګښت د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د سب سټېشن د بیارغونې چارې، له شبرغان څخه تر دشت الوان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا مزي د لېږد چارو پیل، د کابل له ارغندي څخه تر غزني پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ برښنا مزي د غځولو کار پیل شو. د نور الجهاد سب سټیشن ډیزاین د دې شرکت بله لاسته راوړنه ده.

Trending

Exit mobile version