تازه خبرونه

دوه دېرش میلیون ډالره نغدي مرسته کابل ته راورسېده 

Published

on

د افغانستان بانک څرګنده کړې، چې نن شنبه هېواد ته د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیون نغدو امریکایي ډالرو یوه ټولګه را ورسېده.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا د بشري مرستو اتلسمه ټولګه ده، چې کابل ته رارسیږي او پخپل وخت د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک د مرستو له دې ټولګې هرکلی کړی او له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د بانکي اړیکو د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي.

دا لږ تر لږه د ملګرو ملتونو لخوا افغانستان ته د ۳۲ میلیون ډالرو پر ارزښت ۱۸ نغدي سپارنه ده.

په دې توګه د نغدو پیسو ټوله کچه له ۵۷۰ میلیون ډالرو ډېریږي او د افغانستان نړیوال بانک یې ترلاسه کوي.

د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته د نړیوالو مرستو له درېدو څخه د نغدو پیسو کمښت د یوه جدي اقتصادي بحران لامل شوی، چې د هېواد بانکي سیسټم یې په ټپه ودراوه.

Trending

Exit mobile version