لوبی

 دوه کاله کیږي، چې له افغانستان وېرېږو

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۵, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د نړیوال جام دفاعي اتل انګلستان ته د ۶۹ منډو پر توپیر له ماتې ورکولو وروسته د پاکستان پخواني الراوندر عبدالرزاق د دوشنبې پر ورځ د پاکستان لوبډلې ته خبرداری ورکړ، چې په راتلونکیو لوبو کې د افغانستان د سترې ننګونې لپاره دې ځانونه چمتو کړي.

د جیونیوز د راپور له مخې؛ نوموړی په دې باور دی، چې د دواړو لوریو تر منځ د سیالۍ په څنډه کې به پاکستان له افغانستان وېره ولري.

پاکستان او افغانستان به د اکتوبر پر ۲۳ نېټه (د راتلونکې اوونۍ دوشنبه) د هند په چینای ښار کې له یو بل سره مخ شي.

عبدالرزاق ویلي: زه فکر کوم، چې مونږ په تېرو دوه کلونو کې له افغانستان څخه وېره لرله. سره له دې، چې افغانستان د ګټلو په حالت کې و؛ د نسیم شاه له کبله څو ځلې یې د پاکستان پر وړاندې ته ماتې ورکړه. دا ښیي، چې دوی یوه ښه لوبډله ده.

هغه زیاته کړې؛ د افغانستان باور هغه وخت نور هم ډېر شو، چې دوی د هند پر وړاندې ښه لوبه وکړه او د خپلې توپ‌اچونې لپاره یې ټینګه مبارزه وکړه. په ځانګړي توګه دې ته پر پام، چې دوی د انګلستان پر پرتله ښه لوبډله ده.

پاکستان به د اکتوبر پر ۲۰ نېټه له استرالیا سره د افغانستان له لوبې مخکې لوبه کوي.

افغانستان د یکشنبې پر ورځ په نوي دیلي کې انګلستان ته پر ۶۹ منډو ماتې ورکړه.

دا د نړیوال جام په تاریخ کې د افغانستان دوه‌ییمه بریا ده. د دوی لومړۍ بریا په ۲۰۱۵ ز. کال کې د سکاتلند پر وړاندې په نیوزیلند کې وه.

دا لومړی ځل دی، چې افغانان په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکوي.

افغانستان به سبا چارشنبه د هند په چینای ښار کې خپله بله لوبه له نیوزیلند سره کوي.

Trending

Exit mobile version