لوبی
دوه کاله کیږي، چې له افغانستان وېرېږو
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د نړیوال جام دفاعي اتل انګلستان ته د ۶۹ منډو پر توپیر له ماتې ورکولو وروسته د پاکستان پخواني الراوندر عبدالرزاق د دوشنبې پر ورځ د پاکستان لوبډلې ته خبرداری ورکړ، چې په راتلونکیو لوبو کې د افغانستان د سترې ننګونې لپاره دې ځانونه چمتو کړي.
د جیونیوز د راپور له مخې؛ نوموړی په دې باور دی، چې د دواړو لوریو تر منځ د سیالۍ په څنډه کې به پاکستان له افغانستان وېره ولري.
پاکستان او افغانستان به د اکتوبر پر ۲۳ نېټه (د راتلونکې اوونۍ دوشنبه) د هند په چینای ښار کې له یو بل سره مخ شي.
عبدالرزاق ویلي: زه فکر کوم، چې مونږ په تېرو دوه کلونو کې له افغانستان څخه وېره لرله. سره له دې، چې افغانستان د ګټلو په حالت کې و؛ د نسیم شاه له کبله څو ځلې یې د پاکستان پر وړاندې ته ماتې ورکړه. دا ښیي، چې دوی یوه ښه لوبډله ده.
هغه زیاته کړې؛ د افغانستان باور هغه وخت نور هم ډېر شو، چې دوی د هند پر وړاندې ښه لوبه وکړه او د خپلې توپاچونې لپاره یې ټینګه مبارزه وکړه. په ځانګړي توګه دې ته پر پام، چې دوی د انګلستان پر پرتله ښه لوبډله ده.
پاکستان به د اکتوبر پر ۲۰ نېټه له استرالیا سره د افغانستان له لوبې مخکې لوبه کوي.
افغانستان د یکشنبې پر ورځ په نوي دیلي کې انګلستان ته پر ۶۹ منډو ماتې ورکړه.
دا د نړیوال جام په تاریخ کې د افغانستان دوهییمه بریا ده. د دوی لومړۍ بریا په ۲۰۱۵ ز. کال کې د سکاتلند پر وړاندې په نیوزیلند کې وه.
دا لومړی ځل دی، چې افغانان په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکوي.
افغانستان به سبا چارشنبه د هند په چینای ښار کې خپله بله لوبه له نیوزیلند سره کوي.
لوبی
هند په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې پاکستان ته د لږ نمرو پر توپیر ماتې ورکړه
د هند کرکټ لوبډلې د یکشنبې پر ورځ ( د غبرګولي شلمه ) په یوه زړهراکښونکې لوبه کې خپل پخواني سیال پاکستان ته د ۶ ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه.
که څه هم د هند لوبډلې په ۲۰ اورونو کې یوازې ۱۱۹ منډې جوړې کړې، چې په ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام کې ډېر کمزوری هدف دی؛ خو د پاکستان لوبډله بریالۍ نشوه، چې ځان ورورسوي او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۱۳ منډې جوړې او لوبه وبایلله.
د تېرې شپې په لوبه کې د هند لوبډلې پیل ښه و؛ خو د خپل لوبډلمشر روهیت شرما او د دې لوبډلې د نومیالي لوبغاړي ویرات کوهلي له ډګره وتلو د دوی د منډو چټکتیا اغېزمنه کړه.
د ۱۲۰ منډو هدف ترلاسه کول د پاکستان په شان د یوې داسې لوبډلې لپاره، چې د کرکټ لوبې په ډګر کې کلونه – کلونه تجربه لري؛ ستونزمن کار نه و، خو د دې لوبډلې لوبغاړي پر لهپسې له میدانه ووېستل شول او ونه توانېدل د هند ټاکل شوی هدف پوره کړي.
له دې ماتې سره پاکستان غوره اته سیالیو ته د لار موندلو چانس ستونزمن کړ. دا لوبډله باید خپلې راتلونکې دواړه لوبې د ایرلینډ پر وړاندې داسې وګټي، چې د نمرو په لښتیلیک کې له امریکا لوړ شي. پرته له دې به له سیالیو ووېستل شي.
د کرکټ نړیوال جام په ټولو سیالیو کې، چې هند له پاکستان سره لوبېدلی؛ یوازې یوه لوبه پاکستان لوبډلې ګټلې ده.
د پاکستان راتلونکې لوبه د غبرګولي پر دوهویشتمه / د جون پر یوولسمه له کاناډا سره او وروستۍ لوبه یې د غبرګولي پر اووهویشتمه / د جون پر شپاړلسمه له ایرلینډ سره ده.
د هند له توپوهنې وروسته وړاندوینې د پاکستان پر ګټه وې او ویل کېدل، چې ښايي د هند دا هدف اسانه ترلاسه کړي؛ خو د هند نومیالي توپاچوونکي جسپریټ بومرا د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم او محمد رضوان له مخې لرې کړل او د پاکستان لوبډلې ته یې کلک ګوزار ورکړ.
بومرا په څلور اورونو کې یوازې ۱۴ منډې ورکړې او درې پاکستاني لوبغاړي یې وسوځول.
له لوبې وروسته د پاکستان پخواني لوبډلمشر وسیم اکرم لوبډلې ته په نغوته کې وویل: د پاکستان لوبډله پرته له ځانه هیڅ دښمن ته اړتیا نلري.
پاکستان په الف ګروپ کې له هند، ایرلینډ، کاناډا او امریکا سره دی. په دې ګروپ کې ټولو لوبډلو دوه – دوه لوبې کړې دي.
په دغو سیالیو کې هند لومړی، امریکا دوهیم، کاناډا درېیم، پاکستان څلورم او ایرلینډ په پېنځم ځای کې دي.
د یکشنبې له لوبې سره هند دوه بریاوې لري او پاکستان دوهیمه لوبه هم وبایلله. پاکستان، چې په لومړۍ لوبه کې له امریکا ماتې خوړلې؛ اوس به یې د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام په راتلونکي پړاو کې د ګډون چانس لږ وي.
لوبې پر ژوندۍ بڼه ګورئ!
آریانا نړیوال راډیو او ټلویزیون د ۲۰ اوریز نړیوال جام لوبې پر ژوندۍ بڼه خپروي.
د دې سیالیو په اړه خبرونه او تازه معلومات به په منظمه توګه د آریانانیوز په اوبپاڼه او ټولنیزو شبکو کې خپریږي؛ نو، ځکه له مونږ سره پاتې شئ.
لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو په خپله دوهیمه لوبه کې نیوزیلینډ ته د ۸۴ منډو پر توپیرلومړنۍ تاریخي ماتې ورکړه.
د دې لوبې پچه د نیوزیلینډ لوبډلې وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغانستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۹ منډې جوړې کړې.
رحمان الله ګربز پر ۵۶ توپونو ۸۰ او ابراهیم ځدراڼ پر ۴۱ توپونو ۴۴ منډې جوې کړې. ګربز د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
د نیوزیلینډ لوبډله، چې د ۲۰۲۱ کال په نړیوال جام کې د دوهیمې درجې مقام ته رسېدلې وه؛ د افغانستان د ۱۶۰ منډو هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ۱۵.۲ اورونو پرمهال د ۷۵ منډو پر جوړولو له ډګره ووتله.
راشد خان په ۴ اورونو کې ۴ ویکټې واخیستې او ۱۷ منډې یې ورکړې او فضل الحق فاروقي په ۳.۲ اورونو کې همدومره ویکټې واخیستې او ۱۷ منډې یې ورکړې او محمد نبي دوه ویکټې واخیستې.
د نیوزیلینډ لوبډلمشر کین ویلیامسن له لوبې وروسته ویلي: افغانستان ته دې مبارک وي؛ دوی په هره څانګه کې له مونږ څخه ښه لوبه وکړه. دوی پخپلو مهارتونه زمونږ لپاره وضعیت ستونزمن کړی و.
دا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوهیمه بریا وه، چې د شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې یې خپله کړه.
په لومړۍ لوبه کې افغانستان یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان به خپله بله لوبه د جمعې پر ورځ د افغانستان په وخت مازدیګر پېنځه بجې له پاپوا نیو ګیني سره ترسره کوي.
د یادونې ده، چې آریا نا راډیو ټلویزیون دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.
لوبی
د ۲۰۲۴ کابل کرکټ غوره لیک دوه یم پړاو سیالۍ پیل شوې
د سې شنبې پر ورځ د غبرګولي پېنځلسمه په کابل کې د ۲۰۲۴ کرګټ غوره لیګ زړهراکښونکې ۲۰ اوریزو سیالیو دوهیم پړاو پیل شو.
د کابل په ایوبي سپورټس کمپلکس کې د کرکټ په ۱۱ ورځنيو ۲۰ اوریزو سیالیو کې شپږ لوبډلې لوبې کوي.
د ایوبي سپورټي کمپلیکس مسوولین وايي، په دې ټورنمنټ یا سیالیو کې د ډېر عمر لوبغاړي شته، چې له ځوانو لوبغاړو ته خپلې تجربې وړاندې کړي.
د ایوبي سپورټي کمپلیکس رییس عبداللطیف ایوبي ویلي؛ د ښار طبي کمپلکس کابل غوره لیګ هغه لیګ دی، چې په کې مشران او ځوانان؛ ملي اتلان او له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي برخه اخلي، چې ملي لوبغاړي وکولی شي له نړیوالو لوبو څخه خپلې تجربې ورسره شریکې کړي او د افغانستان راتلونکی نسل وکولی شي په لویو لوبو کې له فشارونو سره مبارزه او د ملي لوبډلې استازیتوب وکړي. ټیم او د
د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي هم هیله څرګندوي، چې دغه سیالۍ به د پخوا په څېر بریالۍ وي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي ویلي: خصوصي سکټور د ګټې اخیستو ترڅنګ د کورني کرکټ ملاتړ کوي؛ ځکه، چې ډېری ځوان لوبغاړي فرصت ترلاسه کوي او دوی کولی شي په تدریجي ډول پرمختګ وکړي او لویو ټیمونو ته ولاړ شي.
له دې سره بیا د افغانستان کرکټ بورډ مسوولین هم، چې د دې لوبو پرانیستې مراسمو ته راغلي دي وايي، چې د دې لیګ لومړۍ پړاو سیالۍ تېر کال په ښه ډول ترسره شوې او هیله یې څرګنده کړې، چې د دې لیګ دوهیم پړاو سیالۍ، چې نن پيل شوې هم په ښه ډول د کرکټ تر مینوالو ورسیږي.
د سې شنبې پر ورځ د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د کابل نایټ رایډرز لوبډلې او بند امیر سټارز لوبډلې سره ترسره شوه.
دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه له اریانا ټلویزیون څخه خپریږي.
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
-
تازه خبرونه5 days ago
سراج الدین حقاني او د متحده عربي اماراتو چارواکو په څو برخو کې هوکړې وکړې
-
تازه خبرونه5 days ago
افغان زعفرانو د نهم ځل لپاره په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ
-
تحول5 days ago
تحول؛ د افغانستان لپاره د مسکو فارمټ ناستې جوړېدل
-
تازه خبرونه1 day ago
اسلامي امارت ته مشوره مداخله نده؛ د تهران غونډه ورته ښه تریبون و، خوګډون یې په کې ونکړ
-
څار5 days ago
څار: متحده عربي اماراتو ته د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي سفر
-
سیمه ییز خبرونه22 hours ago
د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته د وړ نوماندانو نوملړ اعلان شو
-
تازه خبرونه4 days ago
د روسیې ولسمشر د کابل او مسکو پر نږدې اړیکو ټینګار څرګند کړ