نړۍ
د اروپايي ټولنې د ۸ هېوادونو ولسمشرانو د اوکراین پر غړیتوب د خبرو غوښتنه وکړه
د مرکزي او ختیځې اروپا د اته هېوادونو ولسمشرانو د دوشنبې پر ورځ له اروپایي ټولنې وغوښتل، چې اوکرایین ته د دغې ټولنې د نوماند هېواد حیثیت ورکړی او پر غړیتوب یې خبرې پیل کړي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د اروپايي اتحادیې د غړیو؛ بلغاریا، چک، ستونیا، لاتویا، لیتوانیا، پولنډ، سلواک او سلوانیا هېوادونو ولسمشران پدې باور دي، چې اوکراین سمدستي د اروپايي اتحادیې د غړیتوب د ترلاسه کولو مستحق دی.
روسي ځواکونو تېره پنجشنه د ولسمشر پوتین د سپارښتنې له مخې پر اوکراین پوځي برید پیل کړ او له او د دې هېواد له سرتېرو یې وغوښتل، چې وسلې پر ځمکه کېدي؛ اوس د اوکراین په څنډو کې له اوکرایني ځواکونو سره ښکېل پاتې دي.
