تازه خبرونه

د اسرائیلو پرله‌پسې ظلمونه سیمه‌ییز امنیت ګواښي – امیر خان متقي

متقي ویلي: ” د اسلامي همکارۍ ټولنې پر غړو غږ کوم، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم ظلم ودروي. که نه؛ نو د دې وضعیت دوام پر مستقیم ډول د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت ګواښوي او کولی شي ویجاړونکې پایلې ولري.”

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په استانبول کې د اسلامي همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په یو پنځوسمه غونډه کې خبرداری ورکړ، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم دوامداره ظلم او تېري د سیمې د هېوادونو امنیت ته مستقیم ګواښ دی او کولی شي ویجاړونکې پایلې ولري.

متقي ویلي: ” د اسلامي همکارۍ ټولنې پر غړو غږ کوم، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم ظلم ودروي. که نه؛ نو د دې وضعیت دوام پر مستقیم ډول د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت ګواښوي او کولی شي ویجاړونکې پایلې ولري.”

هغه زیاته کړې، چې دا غونډه باید یوازې د ننګونو د ثبتولو ځای نه‌وي، بلکې د عملي اقداماتو تعریف، د ګډو دریځونو غوره کولو او د نوښتګرو حل لارو وړاندې کولو لپاره هم نوښتګره وي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ټینګار کړی: “که اسلامي هېوادونه د قوي سیاسي ارادې، اسلامي ورورګلوۍ او همغږۍ او همکارۍ سره مخ پر وړاندې ولاړ شي؛ نه یوازې د دوی د ملتونو وقار به خوندي شي، بلکې دوی به پر نړیوالو پرېکړه کوونکو هم اغېز ولري.”

Trending

Exit mobile version