تازه خبرونه
د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال د کجکي بند ملي پروژه وارزوله
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره ورځ هلمند ولایت ته د خپل سفر پرمهال له کجکي بند څخه لیدنه وکړه.
د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کجکي بند پروژه ملي او حیاتي یاده کړه او په دې برخه کې یې د رامنځته شویو نوښتونو له کبله د مسوولینو هڅې وستایلې.
ملا برادر ویلي، چې وچکالۍ او په بندونو کې د اوبو د کمښت له کبله د برښنا د تولید کچه راټیټه شوې وه؛ خو سږ کال په هېواد کې د اورښتونو له کبله د اوبو کچه لوړه شوې او د کجکي بند په څېر زیاتره بندونه له اوبو ډک شوي دي.
له دې سره به په روان کې کال د کرنې برخه وده وکړي او هم به په هېواد کې دننه د برښنا د تولید کچه لوړه شي.
د کجکي بند د هېواد په کچه یو له لویو بندونو څخه دی، چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د موسمي سیلابونو د کنټرول، کرنیزو ځمکو خړوبولو او برښنا د تولید لپاره جوړ شوی دی.
دغه راز د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روزګان ولایت له سیلاب ځپلیو سیمو څخه هم لیدنه کړې او هلته یې له سیمهییزو چارواکو او عامو خلکو سره کتلي او د لازمو مرستو د رسولو امر يې کړی دی.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر روزګان ولایت ته د سفر پرمهال له سیلاب ځپلیو او زیانمنو کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ یوه اندازه نغدي مرسته هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د سیمه ایزو چارواکو د معلوماتو له مخې په دغو سیلابونو کې ۴۶۸ د استوګنې کورونه بشپړ او لږ څه ویجاړ شوي او له پنځوس څخه ډېر پلچکونه او زرګونه جریبه فصلونه سیلابونو وړي دي.