تازه خبرونه

د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو وخت راغلی دی – امیر خان متقی

Published

on

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ويلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د دوحې د سولې راوستو تړون ټولې ژمنې پوره کړي، خو امریکا ترې سرغړونه کړې ده.

امیر خان متقي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې، چې امریکا د بندیانو د خوشې کولو او پر مشرانو د سفري بندیز لرې کولو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي ندي او اسلامي امارت باید د افغانستان  د مشروع حکومت په توګه پر رسمیت وپېژندل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له ګاونډ هېوادونو سره، چې افغان کډوال په کې میشت دي؛ ښې اړیکې رامنځته کړې دي.

هغه ومنله، چې په کارځیو کې د ښځو پر کارونو لږ څه بندیزونه او محدودیتونه شته؛ زرګونه نورې ښځې په دولتي ادارو کې کار کوي.

د امیر خان متقي د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت د پوهنې، روغتيا او هوایي ډګرونو په ګډون په ډېرو نورو برخو کې نه یوازې ښځې کار کوي او پرمختګونه لري، بلکې د دولت عوايد هم له دې درکه زيات شوي دي.

امیر خان متقي په ډاګه کړې؛ نه غواړي، چې افغانستان د لويو هېوادونو د سياليو ډګر وګرځي، بلکې د سوداګرۍ او همکاريو د پله په توګه باید کاري وړتیاوې رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version