تازه خبرونه
د اسلامي امارت رهبر په اختریز پیغام کې د یووالي، زغم او له بېوزلو د ملاتړ غوښتنه وکړه
دغه راز یې له اللهپاک څخه وغوښتل، چې د روژې، تراویح، صدقې او نورو نیکو اعمالو په ګډون د روژې د مبارکې میاشتې عبادتونه قبول کړي او ټول د تقوا، اخلاص او استقامت په لاره کې ثابت وساتي.
د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده د کوچني اختر مبارکي افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته وړاندې کړې او د هېواد د اسلامي نظام لپاره یې د یووالي، زغم او له بېوزلو هېوادوالو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
دغه راز یې له اللهپاک څخه وغوښتل، چې د روژې، تراویح، صدقې او نورو نیکو اعمالو په ګډون د روژې د مبارکې میاشتې عبادتونه قبول کړي او ټول د تقوا، اخلاص او استقامت په لاره کې ثابت وساتي.
د اسلامي امارت رهبر په خپل اختریز پیغام کې د قرآن کریم د آیتونو او نبوي احادیثو پر وړاندې کولو د روژې او لمانځه فضیلت، د فطر د صدقې برکت او د صبر او ټولنیزې خواخوږۍ ارزښت ته نغوته(اشاره) کړې ده.
شیخ هبةالله آخوندزاده څرګنده کړې، چې د روژې میاشت د صبر، تقوا او ټولنیزې خواخوږۍ میاشت ده او مسلمانان باید د دې میاشتې او اختر رښتینې روحیه د اسلامي اخلاقو، بښنې، شفقت او د اړمنو؛ په ځانګړي توګه یتیمانو او بېوزلو سره د مرستې له لارې ونمانځي.
هغه دغه راز پر مسلمانانو غږ کړی، چې بدبیني، نفرت، کینه او اختلافات یوې خوا ته کړي او خپل یووالي او پیوستون پیاوړی کړي.
د مؤمنانو رهبر ټینګار کړی، چې امنیت، یووالي او د اسلامي احکامو اطاعت، د اسلامي نظام د شرعي قوانینو مراعات او له امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سره همکاري د خلکو او چارواکو له مهمو دندو څخه دي، چې له فساد او فتنې څخه پاکه سالمه ټولنه جوړه شي.
شیخ هبةالله آخوندزاده همدارنګه د دیني زدهکړو او روزنې، د هېواد د ودې او پرمختګ، د ځوانانو، ماشومانو او له کډوالۍ څخه راستنېدونکو لپاره د ملاتړ او په نړۍ کې د نورو مسلمانانو د درناوي په ارزښت او اړتیا ټینګار کړی او څرګندوي، چې اسلامي امارت له نورو اسلامي هېوادونو سره د اسلامي ورورګلوۍ پر بنسټ ښې اړیکې غواړي او د مسلمانانو د حقونو هر ډول سرغړونه کلکه غندي.
د پیغام په پای کې یادونه کوي، چې الله تعالی دې مسلمانان له هر ډول ناورینونو او ستونزو څخه وساتي، د اسلام د لارې شهیدانو ته لوړ مقام ورکړي، ناروغانو او ټپیانو ته شفا ورکړي او اسلامي ملت ته عزت، یووالي او بریالیتوب ورپر برخه کړي.