تازه خبرونه
د اسلامي امارت پلاوی پاکستان ته سفر کوي
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سېشنبې پر ورځ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې پلاوي د سفر لپاره د دې وزارت د چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي پر مشرۍ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت پاکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د یوه پلاوي له سفر خبر ورکړی، چې په کې به د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ټرانسپورټ د خنډونو او ستونزو د لرې کولو او د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې وشي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سېشنبې پر ورځ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې پلاوي د سفر لپاره د دې وزارت د چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي پر مشرۍ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې رسنیزه خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې پلاوي کې به د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ، د ادارې چارو د پانګونې اسانتیا ریاست، د بهرنیو چارو، مالیې، کډوالو او راستنېدونکو، ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او د هېواد د خصوصي سکټور استازي به د نورالدین عزیزي پر مشرۍ په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي.