Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي نظام د استحکام لپاره کار کول جهاد دی – مولوي محمد یعقوب مجاهد

خپور شوی

د

 
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي مولوي محمد یعقوب مجاهد د دفاع وزارت قومندانانو او مجاهدينو ته د وینا پر مهال څرګنده کړې: زمونږ ستړیاوې، قربانۍ او جهاد د دې لپاره و ، چې دا خپل وطن له کفري اشغاله آزاد او خپل اسلامي نظام اعاده کړو.
مولوي محمد یعقوب د نظام پر ساتلو ټینګار کوی او په دې اړه وایي: همدې ته مو ملا تړلې وه؛ زخمونه، اسارتونه او بندونه مو وګالل، کونډې او یتیمان راته پاتې شول او د ۲۰ کلنې مودې اهداف، چې مو غوښتل هغه لاسته راغلل؛ هم اشغال ختم شو او هم اشغالګرو پښې سپکې کړې. اوس د دې وخت دې، چې د ۲۰ کلنو قربانیو د ساتنې لپاره کاروکړو.
د دفاع وزارت چارسمبالی وایي: ګورئ! مسلمانانو همیشه د جګړې په ډګر کې بریا خپله کړې؛ خو کله، چې نظام لاسته ورځي؛ بیا نظام ورڅخه خرابیږي.
هغه ویلي؛ مکار دښمن همیشه کوښښ کړی، چې د خپلې ماتې غچ واخلي ، چې هغه ثمره بېرته د مسلمانانو لاسته ورنه‌شي.
نوموړي ویلي؛ دوی خپل استخبارات، امکانات او مطوعات پر کار اچوي او نفاق ته لمن وهي، چې مسلمانان له خپلو ارزښتونو بې برخې کړي.
ملامحمد یعقوب مجاهد په دې اړه وایي: مونږ شاهدان یوو، چې افغانانو د روسانو پر ضد کلونه کلونه جهاد وکړ، پاکې وینې تویې شوې؛ خو کله، چې روسي اشغالګر مات شو او مجاهدین واک ته ورسېدل؛ مونږ ولیدل، چې څه پېښ شول. مونږ باید له تاریخه پند واخلو.
نوموړي د اسلامي نظام پر ټینګښت ټینګار کړی او څرګندوي: اوس، چې مونږ او تاسې یو اسلامي نظام حاکم کړی؛ تاسې ګورئ، چې څومره دسیسې روانې دي. هغه اشغالګر، چې پر ټیټو سترګو له هېواده وتلي اوس زمونږ په مقابل کې هغه حربې کاوي، چې نظام مو ضعیفه کوي او تر سوال لاندې یې راولي. کله وایي؛ د امارت په مجاهدینو او مشرانو کې اختلافات دي او لګیا دي خیالي ډلې جوړوي، کله وایي، په افغانستان کې امنیت نشته، کله وایي، د افغانستان حکومت ټولشموله نه‌دی، کله وایي، په افغانستان کې داعش قوت پیدا کړی او مخه یې اسلامي امارت نیولی نه‌شي، کله وایي، امارت او القاعده سره نږدې دي او نړۍ ګواښي، کله وایي، اسلامي امارت له امریکایانو سره هوکړه کړې ده او یوڅه او بل څه وایي او زمونږ ذهنیتونه مغشوشوي او نیتونه راخرابوي.
د ملا محمد یعقوب مجاهد د څرګندونو له مخې ان د دوحې پر تړون د خبرو پر مهال ویل کېدل، چې اسلامي امارت له کفارو سره متحد شوي؛ خو د اسلامي امارت مشرانو انحراف ونه‌کړ او مجاهدین وپوهېدل؛ نو نن به یې څنګه کوي.
هنه مجاهدینو او ولسته ډاډ ورکوي او وایي: دې ټولو هڅو ته باید مونږ پاملرنه وکړو؛ تاسې ولیدل، چې د دوحې له خبرو مخکې هم ورته تبلیغات وشول؛ خو له دین او ملي ګټو سره معامله رامنځته نه‌شوه. اوس پر استقلال، دین او افغانیت معامله ناشونې او د نظام په مقابل کې د چلنجونو مخه نیول شوې او داسې نظام باید جوړ کړو، چې کفار او مسلمانان ورته لاس پر غاښ شي.
مجاهد وایي: اوس به ټول کار کوو او د ناخوالو د مخنیو ي لپاره به شپه او ورځ یوه کوو او دا به تر هغه وخته کوو، چې جهاد او ژوند روان دا فرض مو پر غاړه وي.
محمد یعقوب مجاهد وایي؛ کفار، چې د ځان ساتلو لپاره څه کوي؛ تاسې به یې هم کوئ. درون او الوتکې به جوړوئ؛ جهاد یوازې جنګ نه‌ډی. اوس که څوک د جنګ لپار له هېواده بهر ځي دا جنګ دی ڼه جهاد. مونږ باید د نظام د استحکام لپاره کار وکړو او د خپلو خواهیشاتو د غوښتلو لپاره ستونزې او مشکلات جوړ نه‌کړو.

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

که په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

Published

on

د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې که ښه مشران په واک کې وای: نو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به خلکو آزاد تګ راتګ کولی شو.

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

اڅکزي زیاته کړې، کېدی شو؛ په سیمه کې ورته وضعیعت رامنځته شوی وای.

هغه ټینګار کړی: «دلته ستونزه څه ده؟ پنجابي په کندهار کې نڅا کوله او پښتانه دلته راتلل. که څه هم مونږ په ښکاره یو هېواد نه‌یوو، خو کولی مو شو په عمل کې یو هېواد واوسو.»

هغه د شوروي اتحاد او امریکا له‌خوا پر افغانستان د یرغل یادونه وکړه او څرګندوي؛ افغانستان حق لري، چې له دې هېوادونو د جګړې د زیانونو او بیارغونې لپاره د تاوان غوښتنه وکړي.

دې پاکستاني سیاستوال له پښتنو سره د پاکستان د حکومت پر چلند نیوکه کړې او ادعا کوي، چې په ځینو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې هغوی نیسي او جبري ایستل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کونړ زلزله‌ځپلو ته په ننګرهار کې نمرې وویشل شوې

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

Published

on

د کور او ښار جوړولو وزارت د کونړ ولایت هغو زلزله‌ځپلو کورنیو ته، چې د وروستۍ زلزلې له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وه؛ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ د ګمبیري د اړوند سیمې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د نوي جوړ شوي ښارګوټي استوګنیزې نمرې وېشلي دي.

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

دغه راز په دې ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې پر نښه شوې دي، چې اوسېدونکو ته د یو منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.

خبرپاڼه زیاتوي؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د علماوو شورا رییس او د زلزله‌ځپلو د مرکزي کمیسیون مشر شیخ خیر محمد فاروقي، د کونړ د جهادي مدرسې مشر شیخ عبدالقهار صدیقي، د ننګرهار ولایت د مقام استازی شمس العارفین او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني دغو مراسمو ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې زلزله‌ځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، چې د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.

نوموړي د دې پلان پر ارزښت ټینګار وکړ او وایي: دا «پلان هغه ګټوره نسخه ده، چې خړه دښته د سرو زرو پر ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»

ویل کیږي، چې د ننګرهار ولایت د مقام استازي شمس العارفین څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت مقام د زلزله‌ځپلو د ملاتړ او د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت لپاره د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!