Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان له پوهنې پرته پرمختګ نه‌شي کولی ـ شېرمحمد عباس ستانکزي

خپور شوی

د

Last Updated on: زمری ۱۵, ۱۴۰۲

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ويلي، افغانستان له پوهنې پرته پرمختګ نهشي کولی.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د يوې غونډې پرمهال د لوړو زده‌کړو او پوهنې له وزارتونو غوښتي، چې د پوهنې اصولو ته جدي پاملرنه وکړي او په اړه یې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

شېر محمد عباس ستانکزي ټینګار کړی، چې د جګړو په کلونو کې افغانستان د سیمې د هېوادونو پر پرتله د پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې وروسته پاتې و او اوس، چې د امنیت خوندي چاپېریال رامنځته شوی؛ نو حکومت او نړیوالو بنسټونو ته پکار دي، چې دې سکتور ته پاملرنه ډېره او مرستې زیاتې کړي.

عباس ستانکزي په دې اړه ویلي: زه پوهېږم، چې د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونه دې مسئلې (ښوونې او روزنې) ته ډېره پاملرنه لري. زه غواړم، چې دوی نور هم ورته پام وکړي او دغه راز هغه بنسټونه او موسسې، چې له بهره راځي؛ د دوی پاملرنه غواړم، چې د دې هېواد بچیانو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره او له اړوند وزارتونو سره د اسانتیاوو په برابرولو کې ډېره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې، چې اوس په افغانستان کې د واک جزایر له منځه تللي او یو متحد نظام رامنځته شوی دی.

د ستانکزي د څرګندونو له مخې؛ له رامنځته شوې فضا څخه بايد د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره اغېزمنه ګټه پورته شي.

هغه زیاته کړې: نن په افغانستان کې د واک جزیرې نه‌شته؛ حکومت یو حکومت دی او مرکز د افغانستان په ټوله جغرافیه کې له سیاسي او امنیتي لحاظه حاکم دی.

د دغه پروګرام په پای کې د اسلامي امارت د مسوولانو او د یوې کورنۍ موسسې ترمنځ د پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې د همکارۍ هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.

تازه خبرونه

قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې رغنده رول لوبولی – امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي دغه څرګندونې نن( سې‌شنبه د چنګاښ نهمه ) په کابل کې د قطر دولت له سفیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې کړې دي.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي؛ قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې رغنده رول لوبولی او خپلې هڅې یې پرله‌پسې روانې ساتلې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي دغه څرګندونې نن( سې‌شنبه د چنګاښ نهمه ) په کابل کې د قطر دولت له سفیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او قطر اړیکې مثبتې او مخ پر ودې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ.

دغه راز د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د ګډو ګټو اړوند پر یو شمېر سیمه‌ییزو موضوعاتو هم د نظر تبادله شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د قطر سفیر د خپل هېواد او افغانستان اړیکې تاریخي او ژورې وبللې او څرګندوي، چې قطر د خپل منځګړي بهرني سیاست په چوکاټ کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او اړیکو له پراختیا ملاتړ ته ژمن پاتې دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او د افغانستان د حاکمیت پر ملاتړ یې ټینګار وکړ

د یاد وزارت د دوشنبې د ورځې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا اقدام د افغانستان له حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼل دی.

Published

on

 

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم هوايي بریدونه غندلي او څرګندوي، چې دغو بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اړولې ده.

د یاد وزارت د دوشنبې د ورځې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا اقدام د افغانستان له حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼل دی.

د خبرپاڼې له مخي؛ دغه بریدونه د پاکستان د «بې‌پروا چلند» دوام ښيي او دا ښیي، چې اسلام‌آباد هڅه کوي خپلې کورنۍ ناکامۍ په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې پټې کړي.

د هند بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې؛ ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې او یو ځل بیا یې د افغانستان له حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا څخه پخپل کلک ملاتړ ټینګار څرګند کړی دی.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې؛ اوړمه شپه د پاکستاني پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې یې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونه ۳۶ ملکي وګړي «شهیدان» او ۱۶۳ نور ټپیان کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان دې د ملګرو ملتونو غوښتنې ته غوږ ونیسي او ډیپلوماسۍ دې غوره کړي

خلیل‌زاد په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانستان او پاکستان غوښتي، چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېدي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

Published

on

 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیل‌زاد د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انټونیو ګوټرش له هغې غوښتنې وروسته، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدا غوښتنه کړې؛ له اسلام‌آباد وغوښتل، چې ډیپلوماټیکو حل‌لارو ته مخه کړي.

خلیل‌زاد په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانستان او پاکستان غوښتي، چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېدي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان څو ځله ویلي، چې ډیپلوماټیکه حل‌لاره غوره بولي او د کړکېچ د کمولو لپاره یې څو وړاندیزونه هم کړي دي.

د امریکا پخواني ځانګړي استازي پوښتنه کړې:« آیا په پاکستان کې واکمن جوړښت به د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنې ته غوږ ونیسي؟»

خلیل‌زاد د خپلې څرګندونې په پای کې لیکلي: «هیله لرم همداسې وشي، خو په دې اړه ډېر خوش‌بین نه یم.»

د خلیل‌زاد دغه څرګندونې په داسې وخت کې راپورته کیږي، چې د پاکستاني پوځي رژیم له وروستیو بریدونو وروسته ملګرو ملتونو هم د تاوتریخوالي د سمدستي درېدا او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117