Connect with us

سوداگري

د افغانانو جبري ایستل د لویدیځ د دوه‌مخي سیاست یوه برخه ده – روسیه

زاخارووا د امریکا، بریټانیا او جرمني د تګلارې په اړه د رسنیو د پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ لویدیځ هېوادونه له ستونزو سره له مخ‌کېدا وروسته د اسنادو د ورکړې او پناه ورکولو قوانین سخت کړي او هممهاله یې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

خپور شوی

د

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا ويلي؛ لویدیځو هېوادونو له افغانستان څخه د هغو افغانانو د وتلو په تړاو خپله تګلاره بدله کړې، چې د ۱۴۰۰لمریز لېږدیز کال له زمري وروسته یې دا هېواد پرېښی او اوس یې د جبري ایستلو بهیر چټک شوی دی.

زاخارووا د امریکا، بریټانیا او جرمني د تګلارې په اړه د رسنیو د پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ لویدیځ هېوادونه له ستونزو سره له مخ‌کېدا وروسته د اسنادو د ورکړې او پناه ورکولو قوانین سخت کړي او هممهاله یې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د پخوانیو چارواکو او پوځيانو لپاره د دې تګلارې معنا له دغو هېوادو څخه پر زوره ستنول دي. ښايي له ستنېدا وروسته په افغانستان کې پر موجه بڼه خاینان وبلل شي.

زاخارووا ویلي، له هغو افغان پناه‌غوښتونکو څخه د خلاصون بهیر چټک شوی، چې نور ورته اړتیا نه‌لیدل کېږي.

هغې همداراز د اروپايي ټولنې د ځینو هېوادونو هغو راپورونو ته نغوته کړې، چې د اسلامي امارت ډیپلوماټانو ته یې د اسنادو د ورکړې پر موخه د اعتبار اجازه ورکړې ده.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې د قطر د السیلیه کمپ د نږدې کېدا بندېدو ته پر نغوته ویلي، په دې هېواد کې د امریکا د پخوانۍ پوځي اډې په یوه کمپ کې د مېشتو څه باندې زر افغان همکارانو برخلیک اوس هم ناڅرګند دی.

هغې زیاته کړې، واشنګټن د خپلو پخوانیو افغان متحدانو خدمتونه هېر کړي او نه غواړي هغوی په امریکا کې ومني؛ بلکې د هغوی د بیا مېشتولو لپاره له افریقايي هېوادونو سره خبرې کوي.

زاخارووا په پای کې ویلي، د اروپايي او امریکايي هېوادونو هغه تګلاره، چې له یوې خوا د بشري حقونو د سرغړونو له کبله د اسلامي امارت چارواکي نیسي او له بلې خوا افغان همکاران افغانستان ته ستنوي. د هغې پر څرګندونه، په لویدیځ کې د مصلحت‌پالنې او بې‌اصولۍ یوه بېلګه ده.

سوداگري

د شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ دوه برابره شوی

د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دې زیاتوالي په سیمه‌ییزه سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د دغه بندر ارزښت نور هم لوړ کړی دی.

Published

on

 

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۱۰۰ سلنه زیات شوی دی.

د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دې زیاتوالي په سیمه‌ییزه سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د دغه بندر ارزښت نور هم لوړ کړی دی.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران د جنوبي خراسان ولایت د ګمرکونو عمومي رییس محمد کوه‌ګرد ویلي، چې د شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو ۸۰۵ زره ټنه توکي ټرانزیټ شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو، ۸۵ زره ټنه توکي هم د مبدأ ټرانزیټ د کړنلارې له مخې د ماهیروډ له ګمرک څخه تېر شوي، چې د تېر کال د همدې وخت پر پرتله یې وزن څه باندې ۱۳۰۰ سلنه زیات شوی دی.

کوه‌ګرد زیاته کړې، چې د دې کړنلارې له مخې د افغانستان د سوداګرو د توکو ګمرکي چارې په ماهیروډ ګمرک کې ترسره کېږي او توکي له دې لارې د سوداګرو د خوښې وړ موخو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې د ماهیروډ او د افغانستان د فراه ترمنځ د لارې څه باندې ۶۵ کیلومټره برخه پاخه شوې ده. د دې لارې بشپړېدل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد وخت او د ټرانسپورټ لګښتونه راکم کړي.

د ایران د بیرجند د سوداګرۍ خونې رییس ویلي، چې افغانستان د جنوبي خراسان ولایت تر ټولو مهم هدف بازار او سوداګریز شریک دی. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د وارداتو آسانتیا او د ګمرکي خنډونو لرې کول کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

Continue Reading

سوداگري

ایران غواړي د هرات اوسپنې‌پټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي

میرمن صادق ویلي، چې ایران له افغانستان او ازبکستان سره د اوسپنې‌پټلۍ د اړیکو د پراختیا لارې چارې ارزوي او په پای کې باید دغه لار د منځنۍ آسیا او چین له اوسپنې‌پټلۍ سره ونښلول شي.

Published

on

Last Updated on: تله ۲۸, ۱۴۰۵

د ایران سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې فرزانه صادق د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د ټرانس‌افغان دهلیز په تخصصي غونډه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ دې له هرات څخه د ازبکستان ترمذ پولې پورې وغځول شي.

میرمن صادق ویلي، چې ایران له افغانستان او ازبکستان سره د اوسپنې‌پټلۍ د اړیکو د پراختیا لارې چارې ارزوي او په پای کې باید دغه لار د منځنۍ آسیا او چین له اوسپنې‌پټلۍ سره ونښلول شي.

د هغې د څرګندونو له مخې؛ د دې لارې پراختیا کولی شي د توکو د لېږد او د سیمې د هېوادونو له‌خوا آزادو اوبو ته د لاسرسي لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې وړاندیز کړی، چې د ایران، افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او چین د دهلیز پر لاره پرتو هېوادونو استازي دې د اقتصادي همکاریو ټولنې( اکو) په چوکاټ کې ژر تر ژره غونډه وکړي، چې د دې طرحې د عملي پلي کېدا لارې چارې مشخصې شي.

فرزانه صادق د ایران، افغانستان او هند ترمنځ د چابهار بندر ټرانزیټي هوکړې ته پر نغوته ویلي، چې دغه بندر د افغانستان او منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه نړیوالو بازارونو ته د توکو د لېږد د پراختیا وړتیا لري.

هغې د سرخس او رازي له لارې د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ له ترکیې او اروپا سره نښلول او د سرخس او جلفا له لارې قفقاز او تورې بحیرې ته لاسرسی هم په سیمه‌ییز لېږد رالېږد کې د عملي کېدا وړ طرحې بللې دي.

دغه راز د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد د سیمې له هېوادونو سره د نښلېدا لپاره د پام وړ وړتیاوې لري او د اوسپنې‌پټلۍ د پراختیا او ټرانزیټي آسانتیاوو په برخه کې د ایران په ګډون د ټولو هېوادونو له پانګونې هرکلی کوي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ د پراختیا او د ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د ټرانس‌افغان دهلیز په غونډه کې، چې په آستانه کې جوړه شوې وه؛ د ایران، اوزبکستان، پاکستان او قزاقستان د ټرانسپورټ وزیرانو او د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنې‌پټلۍ ادارې رییس ګډون کړی و.

 

Continue Reading

سوداگري

دوغارون افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو اصلي لاره ده

د نوموړي د د څرګندونو له مخې، دوغارون ته د ایران د وارداتي توکو ۳۴ سلنه او له افغانستان څخه ایران ته د واردېدونکو ټرانزیټي توکو ۲۰ سلنه ځانګړې شوې ده.

Published

on

Last Updated on: تله ۲۷, ۱۴۰۵

 

د دوغارون سرحدي ترمینل مدیر محسن رکني ویلي، چې دوغارون د روان کال له لومړۍ نیمایي څخه راپدېخوا افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو په لېږدولو کې د خراسان رضوي ولایت د سرحدي لارو ترمنځ لومړی ځای خپل کړی دی.

د نوموړي د د څرګندونو له مخې، دوغارون ته د ایران د وارداتي توکو ۳۴ سلنه او له افغانستان څخه ایران ته د واردېدونکو ټرانزیټي توکو ۲۰ سلنه ځانګړې شوې ده.

رکني وايي، چې ودانیز توکي، اوسپنیز توکي، خوراکي توکي، مېوې، سابه او نفتي محصولات له دې لارې افغانستان ته د ایران مهم صادراتي توکي دي.

دوغارون د افغانستان پولې ته څېرمه د تایباد ښار په شاوخوا کې موقعیت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او توکو د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!