سوداگري
د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنېپټلۍ د چارواکو درې اړخیزه غونډه ترسره شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د لوژستیک او ترانسپورت په ملي نندارتون کې ګډون وکړ او د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنېپټلۍ ادارې د مسوولینو ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اوسپنېپټلۍ ادارې د ستر سلاکار انجنير ميرويس غفوري پر مشرۍ د ازبکستان د لوژستيکي او ترانسپورت له ملي نندارتون څخه، چې په تاشکند ښار کې جوړ شوى و؛ د لوژستيکي او ترانسپورتي برخو د بېلابېلو شرکتونو له استازیو او مسوولينو سره وکتل او د ترانسپورت او لوژستیک د برخې د بارونو د کانتینري کولو، واګون او ماشینونو جوړولو په اړه بحثونه وشول.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، د دغه نندارتون په څنډه کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ د چارواکو تر منځ درې اړخیزه غونډه تر سره شوه او د ترانس افغان اوسپنې پټلۍ د پروژې په اړه بحث او خبرې وشوې.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي: په دې غونډه کې يادې پروژې ته د پانګونې د جلبولو په تړاو د يوه نړيوال شرکت لهخوا پر چمتو شويو معلوماتو وړاندې کولو بحث وشو او د يادې طرحې د بشپړېدو لپاره اصلاحي نظريې وړاندې شوې.
د افغانستان د اوسپنېپټلۍ ادارې زیاته کړې، چې د دغې ناستې په پای کې د درې واړو هېوادونو د اوسپنېپټلۍ مسوولینو پرېکړه وکړه، چې د یاد راپور له بشپړېدو وروسته به د دغو هېوادونو، مالي او پولي موسسو او شرکتونو د پانګونې د جلبولو لپاره ژر تر ژره دغه پروژه پیل او د تاشکند به یې په یوه نندارتون کې به نندارې ته وړاندې شي، چې د هېوادونو پانګونه، سازمانونه او شرکتونه راجلب او په حقیقت کې د دې مهمې پروژې کار پیل کړي.
سوداگري
د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي ومنل شوه
د رییس الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي په دې غونډه کې د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته تصویب او ومنل شوه.

د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه نن د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ په مرمرین ماڼۍ کې ترسره شوه.
د رییس الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي په دې غونډه کې د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته تصویب او ومنل شوه.
د دې اقتصادي پالیسۍ اند (د اسلامي اقتصادي نظام پر بنسټ پرمختللی او سوکاله افغانستان) دی او اهداف یې (د پانګونې د جذب او پراختیا لپاره د مناسب چاپیریال رامنځته کول، د کورنیو تولیداتو او صادراتو زیاتوالی، د کارموندنې کچه لوړول او د فقر کمول، د اقتصادي ودې پراختیا او دوامداره کول او د اقتصادي ثبات، هوساینې او اسلامي ټولنیز عدالت ډاډمن کول) دي.
دا اقتصادي پالیسي به د هېواد د اقتصادي فعالیتونو په همغږۍ، د سرچینو ښه کارولو او د خصوصي سکټور ملاتړ کې اړین ځای ولري.
همدارنګه په دې غونډه کې د مالیې وزارت ته لارښوونه وشوه، چې د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز مالي کال لپاره د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ۱۳ کلیو ته د برښنا شبکې د غځولو لپاره پروژې ته اړینه بودجه ځانګړې کړي او دا پروژه د افغانستان برښنا شرکت لخوا پلي شي.
د غونډې پر مهال د بلخ ولایت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ځمکه کې د سوداګریز بازار د جوړولو پلان تصویب شو. د دې پلان له مخې، خصوصي سکټور به له ۸۷۸ دوکانونو سره د اته پوړیز سوداګریز بازار د جوړولو لپاره ۷۴۰ میلیون افغانۍ پانګونه وکړي.
دغه راز د سرپل ښاروالۍ په ځمکه کې د سوداګریز بازار د جوړولو پلان هم تصویب شو.
د دې پلان له مخې، خصوصي سکټور به د معیاري سوداګریز بازار د جوړولو لپاره ۹۶ میلیون افغانۍ پانګونه وکړي.
ویل کیږي، چې دا پرېکړې د تصویب لپاره د اسلامي امارت د رهبرۍ دفتر ته واستول شوې.
سوداگري
د افغانستان بهرنۍ سوداګري منظمه روانه ده
د مالیې وزارت د اسرائیل او ایران د جګړې پر درېیمه ورځ اعلان وکړ، چې له ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه خلاص دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او ګمرکي اړیکې پرته له کومې ستونزې روانې دي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې له وروستیو سیمهییزو شخړو سره – سره د افغانستان بهرنۍ سوداګري له ستونزې پرته منظمه روانه ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په کورني بازار کې له ګاونډ هېوادونو او سیمې سره د توکو واردات، ټرانزیټ او عرضه عادي ده او د اساسي توکو په بیو کې هیڅ غیر معمولي بدلون ندی ثبت شوی.
وزارت د کموالي یا بې ثباتۍ په اړه د رسنیو راپورونه بې اساسه وبلل او ټینګار یې وکړ، چې له مرکزي آسیا څخه د وارداتو لارې پیاوړې شوې دي. همدارنګه، د احتکار او ناوړه ګټه اخیستنې د مخنیوي لپاره جدي اقدامات شوي دي.
د مالیې وزارت د اسرائیل او ایران د جګړې پر درېیمه ورځ اعلان وکړ، چې له ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه خلاص دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او ګمرکي اړیکې پرته له کومې ستونزې روانې دي.
دې وزارت دا هم ویلي، چې په سرحدونو کې د افغان سوداګریزو توکو بارولو پروسه روانه ده.
یاد وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي لارې او سرحدونه فعال او پرانیستي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د فراه ولایت د ابو نصر فراهي لار، د نیمروز لار او د ایران د صامت لار د شنبې پر ورځ په ایران کې د مراسمو له کبله تړل شوې وه؛ خو یوه ورځ وروسته بېرته پرانیستل شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ایران په بندر عباس کې د افغان سوداګریزو توکو بارولو بهیر هم نورمال او پرته له کومې ستونزې روان دی.
د یادونې ده، چې د اسرائیل او ایران ترمنځ متقابل بریدونه اوس هم روان دي.
سوداگري
پاکستان ته د افغانستان صادرات د اصلي سند له وړاندې کولو پرته لنډمهاله معاف شول
د پاکستان د ګمرک چارواکي آزاد مهدي ویلي؛ د سوداګرو د استازو له پلاوي سره له افغانستان څخه د وارداتو لپاره د اصلي سند په اړه اغېزمنې خبرې اترې ترسره شوې دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی؛ د ګمرک چارواکو او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د بریالي خبرو اترو په پایله کې پرېکړه شوې، چې له افغانستان څخه پاکستان ته واردات به د جون تر ۳۰ پورې له اصلي سند څخه پرته لنډمهاله معاف وي.
د پاکستان د ګمرک چارواکي آزاد مهدي ویلي؛ د سوداګرو د استازو له پلاوي سره له افغانستان څخه د وارداتو لپاره د اصلي سند په اړه اغېزمنې خبرې اترې ترسره شوې دي.
هغه تشریح کړه، چې د عوایدو فډرالي بورډ (FBR) له مقرراتو سره سم د افغانستان ټولو وارداتو لپاره د اصلي سند درلودل لازمي دي؛ خو د پنبې، لوبیا، ډبرو سکرو او صابون ډبرو په ګډون ځینو توکو ته ځانګړی معافیت په پام کې نیول شوی دی.
اوسمهال د تورخم په پوله کې د دې توکو لېږدونکې ۶۶۷ لارۍ د دې سند د نهشتون له کبله ودرول شوې وې.
اوس به دې بار لاریو ته د جون تر ۳۰ پورې د اصلي سند پر ځای د لیکلي ژمنې پر سپارلو د ترخیص یا تصفیې اجازه ورکړ شي.
له دې نېټې وروسته له افغانستان څخه ټول واردات پرته له استثنا باید له اصلي سند سره یوځای شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د امریکا ملګرتیا غواړي – خلیلزاد
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
زمونږ پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید له نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده- ایران
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران مهم اټومي سایټونه د امریکا د هوايي بریدونو له کبله له منځه تللي دي – ټرمپ
-
نړۍ2 days ago
د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید نړیوال غبرګونونه راوپارول
-
تازه خبرونه1 day ago
هره ورځ ۸ زره کډوال له ایران څخه راستنیږي؛ په هرات کې بیړنۍ کمیټه جوړه شوه
-
تازه خبرونه4 days ago
افغانستان د ایراني حاجیانو لپاره د ویزې معافیت اعلان کړ
-
تحول5 days ago
تحول: د اسرائیل او ایران ترمنځ جنګونه
-
تازه خبرونه4 days ago
د ناروې هېواد یو پلاوی افغانستان ته سفر کوي