لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ؛ سرسبز یاشلر او خراسان فاریاب پرته له ګول مساوي شول
د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو یوڅلوېښتمه لوبه د سرسبز یاشلر او خراسان فاریاب لوبډلو ۰-۰ مساوي پای ته ورسوله.
دا لوبه نن( سېشنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه. دواړو لوبډلو په ۹۰ دقیقو لوبې او اضافي وخت کې خپلې رامنځته شوې هڅې پر ګولونو بدلې نهکړې او په پای کې یې پر یوه امتیاز بسنه وکړه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ او په ځانګړي بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه خپرېږي.
لوبی
افغان الف لوبډلې هانګ کانګ ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
افغانستان الف لوبډلې له پرلهپسې دوه ماتو وروسته په دوحه کې د هانګ کانګ پر وړاندې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
افغانستان الف کرکټ لوبډلې د آسیا د راټوکېدونکو ستورو جام په سیالیو کې هانګ کانګ لوبډلې ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان الف لوبډلې له پرلهپسې دوه ماتو وروسته په دوحه کې د هانګ کانګ پر وړاندې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
هانګ کانګ لوبډلې د پچې له بایللو او د توپاچونې له پرېکړې وروسته په ۲۱.۳آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۶۶ منډې وکړې.
اللهمحمد غضنفر د افغانستان لپاره څلور ویکټې واخیستې او نصیرخان معروفخېل درې ویکټې واخیستې.
افغانستان الف لوبډلې د ۶۷ منډو هدف په ۱۰.۲آورونو کې د درې ویکټو پر له لاسه ورکولو سره پوره کړ.
دروېش رسولي پر۳۰توپونو ۵۰ منډې وکړې او د افغانستان په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان الف لوبډلې لومړۍ بریا ده. افغان لوبډلې له دې مخکې له بنګلهدېش او سریلانکا څخه ماتې خوړلې وه.
لوبی
افغانستان په آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام کې ویټنام ته ۵ پر ۲ ماتې ورکړه
افغانستان له دې بریا سره درې امتیازونه ترلاسه کړل او په B ګروپ کې درېیم ځای ته پورته شو؛ خو حذفي پړاو ته د دې هېواد د تګ برخلیک به د ګروپ د پاتې سیالیو له پایلو سره تړلی وي.
افغانستان د دوشنبې پر ورځ د ۲۰۲۶ز.کال د آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام په« ایافسي» سیالیو کې د B ګروپ د وروستۍ لوبې پر مهال ویټنام ته ۵ پر ۲ ماتې ورکړه او د ګروپي پړاو سیالۍ یې په بریا پای ته ورسولې.
افغانستان له دې بریا سره درې امتیازونه ترلاسه کړل او په B ګروپ کې درېیم ځای ته پورته شو؛ خو حذفي پړاو ته د دې هېواد د تګ برخلیک به د ګروپ د پاتې سیالیو له پایلو سره تړلی وي.
افغانستان لوبه په پیاوړي ډول پیل کړه او د لوبې په درېیمه دقیقه کې محمد اکبر د رامز فاروق له پاس څخه پر ګټه اخیستو لومړی ګول وواهه.
درې دقیقې وروسته د افغانستان دروازهساتونکي محمد اسحاق د خپل نیمایي له دننه څخه پیاوړ دوهیم ګول وواهه او د افغانستان برلاسی یې دوه برابره کړ.
افغانستان خپل بریدونه روان وساتل او رامز فاروق په پنځلسمه دقیقه کې د میدان له منځنۍ کرښې څخه په لرې واټن ویشتلي توپ سره درېیم ګول وواهه.
ویتنام دوه دقیقې وروسته د هو کووک هونګ له لارې یو ګول وواهه. هغه د نګو ټان ټای د کونج له پاس څخه پر ګټه اخیستو د ویټنام د ګولونو حساب پرانیست.
د دواړو لوبډلو له څو هڅو سره- سره افغانستان خپله برلاسي وساتله او احمد نذیر په نههویشتمه دقیقه کې د سر پر ضربې څلورم ګول وواهه.
یوه دقیقه وروسته د ویتنام ټران نګوک باو دوهیم ګول وواهه؛ خو هدایتالله قریشي په څلوردېرشمه دقیقه کې پنځم ګول وواهه او د افغانستان ۵ پر ۲ بریا یې ډاډمنه کړه.
له دې بریا سره افغانستان حذفي پړاو ته د تګ هیله پیدا کړه؛ خو د دې هېواد د صعود برخلیک به د ګروپي سیالیو له بشپړېدا وروسته ښکاره شي.
لوبی
افغانستان د آسیا په اووه کسیز راګبي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه
دغه سیالۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځو د چین تایپه( تایوان) کې ترسره شوې.
د افغانستان راګبي ملي لوبډلې په ۲۰۲۶ز.کال آسیا اووه کسیز راګبي سیالیو کې بنګلهدېش ته د ۱۹ پر ۱۰ پر ماتې ورکولو د برونزو مډال وګاټه.
دغه سیالۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځو د چین تایپه( تایوان) کې ترسره شوې.
د فیلیپین ملي لوبډلې په پایلوبه کې کوربه چین تایپه ته د ۱۹ پر ۱۴ له ماتې ورکولو سره له پنځه لوبو څخه د پنځه بریاوو پر ترلاسه کولو اتلولي خپله کړه.
چین تایپه دوهیم او افغانستان درېیم ځای خپل کړ او د برونزو مډال یې وګاټه؛ بنګلهدېش په څلورم ځای کې راغی.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، بنګلهدېش، فیلیپین او چین تایپه څلور لوبډلو ګډون کړی و.
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته پر نغوته د مکې له دفاعي تړون دفاع وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل د لارې نقشه جوړوي
-
لوبی4 days agoلبنان په آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام کې افغانستان ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد جرمني د ښي اړخي ګوند مشر د افغانانو پر ګډون د ۲.۶ میلیون کډوالو د بېرته ستنېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د چاپېریال ساتنې نړیوالې مرستې بیا پیل شوې
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او ټانزانیا د کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
-
څار4 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان د کړکېچ د حل لپاره د مسکو چمتوالی
-
تازه خبرونه3 days agoد ایراني ځواکونو پر ډزو درې افغان کډوال ووژل شول
