لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو دوه‌یمه برخه د اوکټوبر پر شپاړلسمه پیلیږي

د افغانستان فوټبال فډراسیون د سیالیو مهالوېش تائید کړی او تمه ده، چې د اتلولۍ د ګټلو لپاره به د ۱۰ ګډونوالو لوبډلو ترمنځ سیالۍ تودې شي.هغه لوبډله به د اتلانو لیګ جام وګټي، چې د لښتیلیک(جدول) په سر کې فصل پای ته ورسوي.

Published

on

 

د افغانستان اتلانو لیګ د شپږم پړاو دوه‌یمه برخه به په کابل کې د لومړۍ برخې له پای ته رسېدا وروسته د اوکټوبر پر شپاړلسمه پیل شي او سیالۍ به د نومبر تر شپاړلسمې روانې وي؛ هغه ورځ به د روان فصل اتله لوبډله هم معلومه شي.

د افغانستان فوټبال فډراسیون د سیالیو مهالوېش تائید کړی او تمه ده، چې د اتلولۍ د ګټلو لپاره به د ۱۰ ګډونوالو لوبډلو ترمنځ سیالۍ تودې شي.هغه لوبډله به د اتلانو لیګ جام وګټي، چې د لښتیلیک(جدول) په سر کې فصل پای ته ورسوي.

د شپږم پړاو په لومړۍ برخه کې لوبډلو د لښتیلیک د غوره ځای خپلولو لپاره په زړهراکښونکې لوبې وکړې.

سرخ‌پوشان خوافي له غوره لوبډلو څخه وه؛ خو د تېر فصل اتله ابومسلم فراه، عمر ځواک او نورې لوبډلې هم د اتلولۍ د ګټلو په هڅه کې دي.

د لیګ د لښتیلیک د وروستي حالت په ټاکلو کې به پاتې لوبډلې مهم رول ولوبوي او د لوبډلو دوامداره ښه لوبه او د امتیازونو ترلاسه کول به د اتلولۍ په ګټلو کې پرېکنده وي.

د نهه لوبو له ترسره کېدا وروسته سرخ‌پوشان خوافي د نهه بریاوو او ۲۷ امتیازونو پر لرلو د لښتیلیک په سر کې ده. ابومسلم فراه او عمر ځواک بیا هره یوه ۱۹ امتیازونه لري.

د آریانا راډیو ټلویزیون شبکه(ATN)  به د افغانستان اتلانو لیګ د لوبو خپرول روان وساتي او د ټلویزیون، راډیو او ډیجیټلي خپرونو له لارې به مېنه‌والو ته د لوبو او سیالیو په اړه تازه معلومات وړاندې کړي.

له مینه‌والو غوښتل شوي، چې د لوبو د مهالوېش، پایلو، لښتیلیک او نورو تازه معلوماتو لپاره د ATN خواله رسنۍ وڅاري.

Trending

Exit mobile version