لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو د اګست پر نولسمه په کابل کې پیلېږي

تنظیموونکي وايي، د سیالیو لومړی نیمایي پړاو به د اګست له نولسمې د سپټمبر تر اووه‌لسمې پورې ترسره شي. په داسې حال کې، چې دوه‌یمه نیمایي به د اکټوبر له لسمې د نومبر تر نهمې دوام وکړي. د دوه‌یم پړاو د ترسره کېدو ځای اوس وروستی شوی نه‌دی او وروسته به اعلان شي.

Published

on

د افغانستان اتلانو لیګ (ACL) د شپږم پړاو د رسمي پیل نېټه تائید شوه او ټاکل شوې دا سیالۍ، چې د هېواد د فوټبال تر ټولو معتبره کورنۍ سیالۍ ګڼل کېږي؛ د اګست پر نولسمه په کابل کې پیل شي.

تنظیموونکي وايي، د سیالیو لومړی نیمایي پړاو به د اګست له نولسمې د سپټمبر تر اووه‌لسمې پورې ترسره شي. په داسې حال کې، چې دوه‌یمه نیمایي به د اکټوبر له لسمې د نومبر تر نهمې دوام وکړي. د دوه‌یم پړاو د ترسره کېدو ځای اوس وروستی شوی نه‌دی او وروسته به اعلان شي.

د آریانا راډیو او ټلویزیون (ATN) به یو ځل بیا د دې لیګ ټولې سیالۍ پر ژوندۍ او انحصاري بڼه په ټول افغانستان کې خپرې کړي، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د فوټبال مینه‌وال وکولی شي سیالۍ له نږدې وڅاري.

د افغانستان د اتلانو لیګ د هېواد د فوټبال تر ټولو مهمه کورنۍ سیالۍ ګڼل کېږي، چې د بېلابېلو ولایتونو غوره کلبونه سره راټولوي او د نویو استعدادونو د راڅرګندېدا لپاره د لوړې کچې د سیالۍ زمینه برابروي.

دا نوی پړاو د پېنځم پړاو له بریالي ترسره کېدا وروسته پیلېږي؛ هغه سیالۍ، چې د ۲۰۲۵ز.کال په ډسمبر کې د ابو مسلم فراه لوبډلې پر دوه‌یمې پرله‌پسې اتلولۍ پای ته ورسېدې. دې فراه میشتې لوبډلې ټولې ۹ لوبې وګټلې او ځان یې د افغانستان د فوټبال له پیاوړو لوبډلو څخه ثابت کړ.

په پېنځم پړاو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ۱۰ کلبونه برخه لرله او سیالۍ له پراخ ولسي هرکلي سره مخ شوي. د آریانا ټلویزیون ژوندۍ خپرونې هم د دې لیګ په شهرت کې مهم رول ولوباوه.

د آریانا راډیو او ټلویزیون د ۲۰۲۵ز.کال په اوږدو کې له د افغانستان فوټبال فډراسیو (AFF) سره د هوکړې له مخې د پېنځم، شپږم او اووم پړاو د تولید او خپرولو انحصاري حق ترلاسه کړی دی.

تمه ده، چې د ګډون کوونکو لوبډلو د سیالیو بشپړ پروګرام او د دوه‌یم پړاو د ترسره کېدا ځای په راتلونکو اوونیو کې اعلان شي. له مینه‌والو غوښتنه شوې، چې د تازه معلوماتو لپاره د آریانا نیوز او آریانا ټلویزیون ټولنیزې پاڼې وڅاري.

Trending

Exit mobile version