سوداگري
د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي ومنل شوه
د رییس الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي په دې غونډه کې د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته تصویب او ومنل شوه.
د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه نن د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ په مرمرین ماڼۍ کې ترسره شوه.
د رییس الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي په دې غونډه کې د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته تصویب او ومنل شوه.
د دې اقتصادي پالیسۍ اند (د اسلامي اقتصادي نظام پر بنسټ پرمختللی او سوکاله افغانستان) دی او اهداف یې (د پانګونې د جذب او پراختیا لپاره د مناسب چاپیریال رامنځته کول، د کورنیو تولیداتو او صادراتو زیاتوالی، د کارموندنې کچه لوړول او د فقر کمول، د اقتصادي ودې پراختیا او دوامداره کول او د اقتصادي ثبات، هوساینې او اسلامي ټولنیز عدالت ډاډمن کول) دي.
دا اقتصادي پالیسي به د هېواد د اقتصادي فعالیتونو په همغږۍ، د سرچینو ښه کارولو او د خصوصي سکټور ملاتړ کې اړین ځای ولري.
همدارنګه په دې غونډه کې د مالیې وزارت ته لارښوونه وشوه، چې د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز مالي کال لپاره د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ۱۳ کلیو ته د برښنا شبکې د غځولو لپاره پروژې ته اړینه بودجه ځانګړې کړي او دا پروژه د افغانستان برښنا شرکت لخوا پلي شي.
د غونډې پر مهال د بلخ ولایت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ځمکه کې د سوداګریز بازار د جوړولو پلان تصویب شو. د دې پلان له مخې، خصوصي سکټور به له ۸۷۸ دوکانونو سره د اته پوړیز سوداګریز بازار د جوړولو لپاره ۷۴۰ میلیون افغانۍ پانګونه وکړي.
دغه راز د سرپل ښاروالۍ په ځمکه کې د سوداګریز بازار د جوړولو پلان هم تصویب شو.
د دې پلان له مخې، خصوصي سکټور به د معیاري سوداګریز بازار د جوړولو لپاره ۹۶ میلیون افغانۍ پانګونه وکړي.
ویل کیږي، چې دا پرېکړې د تصویب لپاره د اسلامي امارت د رهبرۍ دفتر ته واستول شوې.
