تازه خبرونه

د افغانستان اقتصاد په تېرو پېنځه کلونو کې د پام وړ وده کړې – امارت اسلامي

د چارواکو د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ثبات ساتلی او د ځینو اسعارو پر پرتله یې ارزښت هم لوړ شوی دی.

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۵, ۱۴۰۵

د اسلامي امارت چارواکو ويلي، افغانستان له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او د سیاسي ننګونو او د ځینو سوداګریزو لارو پر تړل کېدا سربېره یې سوداګرۍ، صادراتو، کانونو، کورني تولید او بېخبنايي پروژو پراختیا موندلې ده.

د چارواکو د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ثبات ساتلی او د ځینو اسعارو پر پرتله یې ارزښت هم لوړ شوی دی.

دوی همداراز د سترو ژېخبنايي پروژو د پیل، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د کانونو د فعالیتونو له پراختیا خبر ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، په تېرو پېنځه کلونو کې د کانونو، برښنا تولید، کرنې، ټرانسپورټ او سیمه‌ییزې نښلونې په برخو کې مهم کارونه شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ټاپي، ټاپ او کاسا ـ ۱۰۰۰ پروژو ته ورته د سیمه‌ییزو پروژو چارې هم روانې دي.

مجاهد ویلي:« د ټاپي پروژه سمه ده، چې د افغانستان په خاوره کې روانه ده او ان‌شاءالله په ۲۰۲۶ز.کال کې به تر هراته بشپړه شي؛ خو د هلمند او کندهار د دوه نورو پړاوونو کار پاتې دي او وروسته به له بلوچستان سره ونښلول شي. سیمه دغو پروژو ته اړتیا لري او باید سیاسي نه‌شي.»

چارواکي وايي، په دې موده کې د افغانستان د صادراتو کچه دوه برابره شوې او د کانونو او عام‌المنفعه پروژو په برخو کې د سلګونو زره کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده. د ملي عوایدو زیاتوالی، د کورنیو عوایدو له لارې د ملي بودجې برابرول، د لویو لارو بیارغونه او د ټرانزیټ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول هم هغه برخې دي، چې حکومت یې له تېرو پېنځه کلونو اقتصادي لاسته راوړنې بولي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ تېر کال د افغانستان د ټولې سوداګرۍ ارزښت ۱۳ میلیارډ او ۹۳۲ میلیون ډالرو ته رسېدلی، چې یو میلیارډ او ۸۰۷ میلیون ډالر صادرات او ۱۲ میلیارډ او ۱۲۵ میلیون یې واردات ول.

دا شمېر په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې افغانستان د ۲۰۲۵ز.کال په دوه‌یمه نیمایي کې له پاکستان سره په سوداګریزو اړیکو کې له جدي ستونزو سره مخ شو. د دواړو هېوادونو ترمنځ له نښتو او د تورخم په ګډون د ټرانزیټي لارو له تړل کېدا وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري هم ودرېده.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ له دې مخکې پاکستان تورن کړی و، چې په تېرو کلونو کې یې د ټرانزیټي لارو تړل له افغانستان سره د فشار د وسیلې په توګه کارولي دي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د ترینګلتیا له زیاتېدا وروسته له پاکستان سره د سوداګرۍ د درولو او د افغانستان د مالونو د لېږد لپاره د بدیلو لارو د موندلو غوښتنه کړې وه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ هند، پاکستان، متحده عربي امارات، ازبکستان، قزاقستان، ایران، ترکیه، چین، عراق او تاجکستان د افغانستان له مهمو صادراتي بازارونو څخه دي.

انځر، ممیز، انجه او د هغې تخم، د ډبرو سکاره، پنبه، پسته، بادام، زعفران، زردالو، زېره، مڼې، انګور، شات، نوشابې، معدني ډبرې، غالۍ، انار او جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه بلل شوي دي.

د اسلامي امارت چارواکي ویلي؛ د کورنیو تولیداتو د زیاتولو او پر وارداتو د اتکا د کمولو لپاره هڅې روانې دي او افغانستان کولی شي په راتلونکو کلونو کې د کرنې، کانونو، صنعت او ټرانزیټ د برخو له پراختیا سره په سیمه‌ییزه سوداګرۍ کې خپل ځای پیاوړی کړي.

Trending

Exit mobile version