تازه خبرونه
د افغانستان اقتصاد په تېرو پېنځه کلونو کې د پام وړ وده کړې – امارت اسلامي
د چارواکو د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ثبات ساتلی او د ځینو اسعارو پر پرتله یې ارزښت هم لوړ شوی دی.
د اسلامي امارت چارواکو ويلي، افغانستان له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او د سیاسي ننګونو او د ځینو سوداګریزو لارو پر تړل کېدا سربېره یې سوداګرۍ، صادراتو، کانونو، کورني تولید او بېخبنايي پروژو پراختیا موندلې ده.
د چارواکو د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ثبات ساتلی او د ځینو اسعارو پر پرتله یې ارزښت هم لوړ شوی دی.
دوی همداراز د سترو ژېخبنايي پروژو د پیل، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د کانونو د فعالیتونو له پراختیا خبر ورکوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، په تېرو پېنځه کلونو کې د کانونو، برښنا تولید، کرنې، ټرانسپورټ او سیمهییزې نښلونې په برخو کې مهم کارونه شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ټاپي، ټاپ او کاسا ـ ۱۰۰۰ پروژو ته ورته د سیمهییزو پروژو چارې هم روانې دي.
مجاهد ویلي:« د ټاپي پروژه سمه ده، چې د افغانستان په خاوره کې روانه ده او انشاءالله په ۲۰۲۶ز.کال کې به تر هراته بشپړه شي؛ خو د هلمند او کندهار د دوه نورو پړاوونو کار پاتې دي او وروسته به له بلوچستان سره ونښلول شي. سیمه دغو پروژو ته اړتیا لري او باید سیاسي نهشي.»
چارواکي وايي، په دې موده کې د افغانستان د صادراتو کچه دوه برابره شوې او د کانونو او عامالمنفعه پروژو په برخو کې د سلګونو زره کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده. د ملي عوایدو زیاتوالی، د کورنیو عوایدو له لارې د ملي بودجې برابرول، د لویو لارو بیارغونه او د ټرانزیټ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول هم هغه برخې دي، چې حکومت یې له تېرو پېنځه کلونو اقتصادي لاسته راوړنې بولي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ تېر کال د افغانستان د ټولې سوداګرۍ ارزښت ۱۳ میلیارډ او ۹۳۲ میلیون ډالرو ته رسېدلی، چې یو میلیارډ او ۸۰۷ میلیون ډالر صادرات او ۱۲ میلیارډ او ۱۲۵ میلیون یې واردات ول.
دا شمېر په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې افغانستان د ۲۰۲۵ز.کال په دوهیمه نیمایي کې له پاکستان سره په سوداګریزو اړیکو کې له جدي ستونزو سره مخ شو. د دواړو هېوادونو ترمنځ له نښتو او د تورخم په ګډون د ټرانزیټي لارو له تړل کېدا وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري هم ودرېده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ له دې مخکې پاکستان تورن کړی و، چې په تېرو کلونو کې یې د ټرانزیټي لارو تړل له افغانستان سره د فشار د وسیلې په توګه کارولي دي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د ترینګلتیا له زیاتېدا وروسته له پاکستان سره د سوداګرۍ د درولو او د افغانستان د مالونو د لېږد لپاره د بدیلو لارو د موندلو غوښتنه کړې وه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ هند، پاکستان، متحده عربي امارات، ازبکستان، قزاقستان، ایران، ترکیه، چین، عراق او تاجکستان د افغانستان له مهمو صادراتي بازارونو څخه دي.
انځر، ممیز، انجه او د هغې تخم، د ډبرو سکاره، پنبه، پسته، بادام، زعفران، زردالو، زېره، مڼې، انګور، شات، نوشابې، معدني ډبرې، غالۍ، انار او جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه بلل شوي دي.
د اسلامي امارت چارواکي ویلي؛ د کورنیو تولیداتو د زیاتولو او پر وارداتو د اتکا د کمولو لپاره هڅې روانې دي او افغانستان کولی شي په راتلونکو کلونو کې د کرنې، کانونو، صنعت او ټرانزیټ د برخو له پراختیا سره په سیمهییزه سوداګرۍ کې خپل ځای پیاوړی کړي.
تازه خبرونه
د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
نن سېشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
-
تحول5 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ4 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ آریانا خوست لوبه وګټله؛ عینو مېنه او خراسان فاریاب مساوي شول
-
تازه خبرونه5 days agoسراجالدین حقاني د ترکیې د استخباراتو له مشر سره وکتل
