لوبی
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې په ټسټ لوبه کې ایرلینډ ته ماتې ورکړه
د متحده عربي اماراتو په دې څلور ورځنۍ لوبه کې، چې نن (پنجشنبه) پای ته ورسېده؛ افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۱۲ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې سیالې ایرلینډ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۹ او په دوهیمه هغې کې یوازې ۱۰۹ مندې جوړې کړې او د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پر توپیر یې دا لوبه افغان لوبډلې ته وبایلله.
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د ایرلینډ الف کرکټ لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
د متحده عربي اماراتو په دې څلور ورځنۍ لوبه کې، چې نن (پنجشنبه) پای ته ورسېده؛ افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۱۲ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې سیالې ایرلینډ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۹ او په دوهیمه هغې کې یوازې ۱۰۹ مندې جوړې کړې او د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پر توپیر یې دا لوبه افغان لوبډلې ته وبایلله.
په ابوظبي کې د پچې له ګټلو وروسته افغان لوبدلې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه. د افغانستان الف لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د اوووه ویکټو پر زیان سره ۶۱۲ منډې جوړې کړې.
بهیر شاه ۱۸۷، ریاض حسن ۹۴، عمران ۸۵، شمس الرحمن ۸۴، افسر ځاځي ۵۵ او دروېش رسولي ۵۳ مهم ونډه وال ول.
په دې لوبه کې عرب ګل مومند د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دې تکړه ښي لاسي ورو توپ اچوونکي عرب ګل مومند د ایرلینډ پر وړاندې د یوازنۍ څلور ورځنۍ لوبې په دواړو پاڼیو کې غوره توپ اچونه وکړه او لس ویکټې یې ترلاسه کړې.
نوموړي د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې څلور او د لوبې په وروستۍ پاڼۍ کې ۶ ویکټې ترلاسه کړې، چې پرمټ یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
ضیا الرحمن هم پنېځه ویکټې واخیستې.