Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان او ایران ترمنځ د خواف – هرات د اوسپنې‌پټلۍ د فعالولو تړون لاسلیک شو

خپور شوی

د

د افغانستان د اوسپنېپټلۍ ادارې عمومي رییس او ایراني ریلي کنسرسیوم  ترمنځ د خواف – هرات د اوسپنې‌پټلۍ د فعالیت هوکړه لیک لاسلیک شو.

د خواف – هرات د اوسپنې‌پټلۍ هوکړه لیک د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ عمومي رییس  او د کنسرسیوم په استازولۍ رضايي لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې؛ به یاد کنسرسیوم د خواف ـ هرات اوسپنې‌پټلۍ د انتقالاتو عملیات ترسره کوي او یو شمېر تخنیکي پرسونل او ریلګاډي به ورته د خدماتو د تر سره کولو لپاره برابر کړي.

ایراني لوري تعهد کړی، چې دوی به لږ تر لږه  په لومړي کال کې له یادې لارې څخه (۱۰۰) زره متریک ټنه انتقالات ترسره کوي او هڅه کوي، چې هر کال دغه کچه نوره هم لوړه کړي .

د افغانستان او ایران لوری هڅه کوي د دواړه لوریو ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړي حجم د کال لس میلیارد دالرو ته لوړه شي.

د اوسپن‌پټلۍ عمومي رییس بخت الرحمان شرافت ویلي: زمونږ لپار د دې مسیر فعالیت خورا اړین دی. مونږ به له دې لارې منځني ختیځ او اروپايي هېوادونو سره وتړل شو او له دې سره به زمونږ انتقالات نورهم پراخ شي دواړه هېوادونه به هڅه کوو، چې د اوسپنې‌پټلۍ چارې نورې هم پراخې او د افغانستان ایران او چین ګډې هڅې پیل او د وریښمو مسیر بېرته فعال کړو.

بخت الرحمن شرافت وايي، چې د خواف- هرات د څلورمې برخې د لومړي فاز د جوړولو چارې به هم راتلونکې اوونۍ پيل شي.

دغه راز د دغه قرارداد له لاسليک سره به د خواف- هرات د ریلګاډي کرښې د درېيمې برخې له لارې، چې د ايران د ریلګاډي د شبکې له لارې له ترکيې او اروپايي هېوادونو سره نښلوي؛ لېږد رالېږد په عادي ډول دوام وکړي.

په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي ویلي؛ مونږ هوکړه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ  اقتصادي او ترانزیتي اړیکي نورې هم پراخي کړو. افغانستان د ایران ورور او ګاونډ هېواد دی. د اقتصادي اړیکو پراختیا کولی شي د دواړو هېوادونو او ان د سیمي؛ افغانستان، ایران، چین او د نړۍ پر اقتصاد ژور اغېز رامنځته کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي وبلي: مونږ غواړو، چې له ایران سره د اقتصادي تعاملاتو بهیر نور هم پراخه کړو. په دواړه هېوادونو کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره وړتیاوې او ظرفیتونه شته او په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان یوه پلاوي ایران ته سفر وکړي، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو نوی فصل او هوکړې تر سره کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت چارسمبالي عطا الله عمري وایي: مونږ هیله لرو، چې ایراني پانګوال کولی شي د افغانستان په هره برخه کې مستقله او مشترکه پانګونه تر سره کړي او مونږ غواړو، چې د هېواد د کرنې، مالدارۍ، فارم دارۍ، مالدارۍ او په نورو بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. د کرنې او مالدارۍ وزارت په دې اړه همکارۍ ته پوره چمتوالي لري.

د ایراني لوري په دې ۶۵ کسیز پلاوي کې ایران له افغانستان سره د سرحدي ولایت خراسان والي هم برخه درلوده. هغه ويلي، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هم اراده شته او هم وړتیا او  اوس باید په خورا چټکۍ له شته فرصتونو څخه عملي کار واخیستل شي.

د ایران د خراسان رضوي والي سردار یعقوب علي نظري ویلي: مونږ دواړه هېوادونه کولی شو، چې  د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره کار وکړو. مونږ هڅه کوو، چې حکومت ایران ته دغوښې د ورادتو بهیر له افغانستان څخه پیل کړي. په افغانستان کې دغوښو د تولید او صادارتو ظرفیت شته، چې باید د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري پراخه شي.

د ایران او افغانستان ترمنځ  سکتوري بنسټونه په اسې حال کې د اقتصادي فعالیتونو د نوي فصل د پرانستلو بهیر د پیل کیدو په درشل کې دي، چې د هېواد ختیځ ګاونډ افغان سوداګر له ګڼو اقتصادي ستونزه سره مخ کړي دي.

 د اقتصادي چارو کارپوهانو د سکتوري وزارتونو له مسوولینو غوښتي، چې له ګاونډ هېوادونو سره په هوکړو او قراردادونو کې له پوره پاملرنې څخه کار واخلي.

تازه خبرونه

له افغانستان سره د پاکستان په روانه شخړه کې ملکي وګړي وژل کیږي- یوناما

د یوناما په نننۍ (سې‌شنبه د کب شپږویشتمه) خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي: د نړیوال قانون له مخې، د شخړو ټولې خواوې باید د ناروغانو او ټپیانو، طبي پرسونل، روغتونونو او امبولانسونو درناوی او ساتنه وکړي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ويلي، چې له کابل سره د اسلام‌آباد په روانه شخړه کې د افغانستان ملکي وګړي مرګ او ژوبله ویني.

د یوناما په نننۍ (سې‌شنبه د کب شپږویشتمه) خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي: د نړیوال قانون له مخې، د شخړو ټولې خواوې باید د ناروغانو او ټپیانو، طبي پرسونل، روغتونونو او امبولانسونو درناوی او ساتنه وکړي.

یوناما زیاته کړې؛ دا قوانین په روغتونونو او امبولانسونو هر ډول بریدونه منع کوي.

د یوناما د څرګندونو له مخې؛ د کب له پېنځمې څخه تر پېنځه‌ویشتمې / د فبرورۍ له څلیریشتمې څخه د مارچ تر شپاړلسمې پورې د دښمنیو په پایله کې لږ تر لږه ۷۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۲ نور ټپیان ثبت شوي دي.

ویل کیږي، چې یوناما یو ځل بیا د تاوتریخوالي کمولو او دایمي اوربند غوښتنه کړې او له افغانستان او پاکستان څخه یې وغوښتل؛ د نړیوال قانون له مخې مسوولانه عمل غوره او د ملکي وګړو ساتنې ته پاملرنه  وکړي.

د یادونې ده، چې د دوشنبې پر شپه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید روغتون د پاکستاني پوځي رژیم د ترسره شوي له کبله لږ تر لږه ۴۰۰ کسان شهیدان او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند د روږدو پر روغتون د هوایي برید د عاملانو د مسوول ګڼلو غوښتنه وکړه

د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دا یو “ظالمانه او نه‌بښونکی” برید دی، چې په کې د یوه روغتون ګڼ‌شمېر ملکي وګړي ووژل شول.

Published

on

د هند بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د نشه‌یي توکو د درملنې پر روغتون د پاکستان وروستی هوايي برید سخت غندلې او هغه بې رحمانه او نه بښونکی بولي.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دا یو “ظالمانه او نه‌بښونکی” برید دی، چې په کې د یوه روغتون ګڼ‌شمېر ملکي وګړي ووژل شول.

هند ټینګار کړی، چې دا ډول ودانیز بنسټونه هیڅکله پوځي هدف نشي ګڼل کېدی.

دغه راز د هند بهرنیو چارو وزارت دا پېښه “د افغانستان له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه” او د سیمې سولې او ثبات ته یو جدي ګواښ وباله او څرګندوي، چې دا عمل په سیمه کې د پاکستان د بې پروایۍ او تکراري چلند ښکارندویي کوي.

نوموړی زیاتوي؛ د روژې په میاشت کې د داسې برید ترسره کول، چې د مسلمانانو د سولې او پیوستون څلی دی؛ “نور هم د غندلو وړ” کوي او د روغتون او د هغې د ناروغانو پر نښه کولو لپاره هیڅ مذهبي یا اخلاقي توجیه نه‌لیدل کیږي.

هند له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دې پېښې عاملان مسوول وګڼي او پر ملکي وګړو د نورو بریدونو مخه ونیسي.

په پای کې دې هېواد له زیانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه؛ ټپیانو ته یې د روغتیا هیله وکړه او د افغانستان له حاکمیت او ځمکني بشپړتیا څخه یې خپل ملاتړ بیا تکرار کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ

د دوشنبې پر شپه د کابل د څرخي‌پله په اړوند سیمه کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز امید روغتون برید لږ تر لږه ۴۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړل.

Published

on

په کابل کې پر نشه‌یي توکو د روږدو روغتون له خونړي برید وروسته د سېشنبې پر ورځ( د کب شپږویشتمه) کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع خبرداری ورکړی، چې د پاکستان پوځي رژیم به “غاښ ماتونکي” غبرګون ترلاسه کړي.

د دوشنبې پر شپه د کابل د څرخي‌پله په اړوند سیمه کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز امید روغتون برید لږ تر لږه ۴۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړل.

قانع زیاته کړې، چې د ژغورنې هڅې نن( سې‌شنبه) سهار هم روانې دي او د ژغورنې ډلې تر کنډوالو لاندې جسدونه لټوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا خونړۍ پېښه، چې له وروستیو اوونیو راپدېخوا د تاوتریخوالي زیاتېدا ښیي؛ په هېواد کې له هوایي او توپچي بریدونو سره مل ګنل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!