لوبی

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د کرکټ ټیسټ لوبه بې پایلې پای ته ورسېده

په دې لوبه کې، چې د پنجشنبې پر ورځ( د مرغومي شپږمه ) پیل شوه؛ زمبابوې پچه وګټله او پخپل لومړي وار یې ۵۸۶ منډې جوړې کړې. افغانستان پخپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۹۹ منډې وکړې.

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۱۱, ۱۴۰۳

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټیسټ کرکټ لړۍ لومړۍ لوبه (د دوشنبې پر ورځ د مرغومي لسمه) بې پایلې پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې، چې د پنجشنبې پر ورځ( د مرغومي شپږمه ) پیل شوه؛ زمبابوې پچه وګټله او پخپل لومړي وار یې ۵۸۶ منډې جوړې کړې. افغانستان پخپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۹۹ منډې وکړې.

لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۲۴۶، رحمت شاه ۲۳۴ او افسر ځاځي ۱۱۳ منډې جوړې کړې.

د دې لوبې په پېنځمه او وروستۍ ورځ د زمبابوې لوبډلې خپله دوه‌یمه توپ‌وهنه پیل کړه او د څلورو لوبغاړو پر سوځېدو یې ۱۴۲ منډې جوړې کړې.

د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ به دوه‌یمه ټیسټ لوبه د روانې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ پیل شي.

Trending

Exit mobile version