سوداگري
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم نږدې ۲ میلیارډ ډالرو ته ورسېد
د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ دا شمېر د تېر کال له ۱.۶۰۳ میلیارد ډالرو څخه ۱.۹۹۸ میلیارډ ډالرو ته لوړ شوی دی.
په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ ۲۵ سلنه زیاتوالی موندلی، چې ورسره د سوداګرۍ حجم نږدې ۲ ميلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی.
د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ دا شمېر د تېر کال له ۱.۶۰۳ میلیارد ډالرو څخه ۱.۹۹۸ میلیارډ ډالرو ته لوړ شوی دی.
د راپور له مخې؛ افغانستان ته د پاکستان صادرات ۳۱ سلنه زیاتوالی موندلی ۱.۳۹۱ میلیارډ ډالرو ته رسیدلی. په داسې حال کې، چې له افغانستان څخه وارداتو هم ۱۳ سلنه زیاتوالی موندلی ۶۰۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي.
د پاکستان په صادراتي توکو کې بوره له ۴.۳۳۳ سلنه بېساري ودې سره په سر کې ده؛ د بورې صادرات په ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کې له ۵.۹۳ میلیون ډالرو څخه ۲۶۲.۷۷ میلیون ډالرو ته لوړ شوي دي.
د ودانیزو توکو، ټوکرانو او درملو په ګډون نور صادراتي توکي هم پدې وده کې د پام وړ ونډه لري؛ خو ځینې توکي لکه وريجې، هګۍ، مالګې، برقي تجهیزات او بوټان د کال پر پرتله له ۱۷ څخه تر ۹۹ سلنې پورې له کمښت سره مخ شوي دي.
د ۲۰۲۵ کال په جون کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۱۴۲ میلیون ډالرو ته ورسېدل، چې د ۲۰۲۴ کال د جون پر پرتله ۹۰ سلنه زیاتوالی لري. په هر حال، په ورته موده کې واردات ۲۹ سلنه کم شوي، چې د ۲۰۲۵ کال د می پر پرتله ۵۴ سلنه کمښت ښیي.
پر ټولیزه توګه دوه اړخیزه سوداګري په جون کې ۱۵۸ میلیون ډالرو ته ورسېده، چې د ۲۰۲۴ کال د جون پر پرتله ۶۲ سلنه زیاتوالی او د تېرې میاشتې پر پرتله ۹ سلنه زیاتوالی ښیي.
کارپوهان د دې ودې لامل د سیمهییزې اړیکې ښهوالی، د سوداګرۍ آسانتیا او په افغان بازار کې د پاکستانيو توکو لپاره د تقاضا زیاتوالی بولي.