سوداگري
د افغانستان بانک د عالی شورا ناسته تر سره شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا دوه ورځنۍ غونډه د سې شنبې پر ورځ د دغه بانک د لوړ پوړیو چارواکو او د افغانستان د وجهي صندوق د غړي شاه محمد محرابي په حضور کې پیل او نن چارشنبه ترسره شوه.
د افغانستان بانک عالي شورا، چې د دې بانک د پرېکړو تر ټولو لوړه مرجع ده؛ د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره د مناسبو پولي سیاستونو د پلي کولو او د بانکي سکتور د ټینګښت په اړه د خبرو اترو او پرېکړو په موخه دا غونډه جوړه کړې.
د افغانستان بانک مسوولینو ويلي، چې د افغانستان بانک د رییس پر مشرۍ جوړه شوې د افغانستان بانک د عالي شورا نورو غړیو هم په کې حضوري او آنلاین ګډون درلود.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک د اجرااتو د څرنګوالي او له مخکې ټاکل شویو پروګرامونو د پلي کولو ترڅنګ د افغانستان اقتصادي وضعیت، د پولي سیاست د پلي کېدو څرنګوالي، د بانکي سکتور ټینګښت، د مالي نظام ټیکاو، د اداینو بهیر د دیجیتل کولو، د خلکو لپاره د بانکي اسانتیاوو رامنځته کولو او د یو شمېر اداري موضوعاتو په اړه بحث وشو او د قانون د احکامو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ویلي؛ په دې ناسته کې د هېواد د پولي سیاستونو ترڅنګ د بانکي او مالي نظام په ټولو برخو بحث شوی او همداراز شته ستونزو ته د حل لازمې لارې پیدا کول هغه برخې دي، چې پري بحث شوی دی.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د افغانستان بانک له عالي شورا غوښتنه کوي، چې هڅه وکړي په هېواد کې د بانکي ستونزو د اوارولو ترڅنګ د اقتصادي پراختیا او په هېواد کې د برښنايي پانکوالۍ لپاره تدابیر پراخ کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وایي: هیله لرم، چې په ډې غونډه کې په لویه کچه هغه پرېکړې وشي او پر نړیوالو مالي بنسټونو سربېره په ملي کچه هم د هېواد اقتصادي پراختیا او مالي ټیکاو لپاره لازمې کړنې تر سره کړي.
د افغانستان بانک عالي شورا په ربع واره بڼه په کال کې څلور غونډې ترسره کوي او د بانک د سیاستونو، کړنو، اجرااتو او لاسته راوړنو په اړه په کې خبرې اترې او د نظرونو د تبادلې تر څنګ او د افغانستان بانک د کړنو او د هېواد مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره په کې لازمې پرېکړې رامنځته کیږي.
سوداگري
افغانستان او پاکستان د دوه ګونه مالیاتو د مخنیوي د کنوانسیون مسوده لاسلیک کړه

پاکستانيو رسنیو خبر ورکړی، چې پاکستان او افغانستان د دوه ګونه مالیاتو د مخنیوي د کنوانسیون مسوده لاسلیک کړې ده.
د دی نيوز ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان او افغانستان پلاويو په تېرو درې ورځو کې د دوه ګونه مالياتو د مخنيوي کنوانسيون په اړه د خبرو اترو د درېيم پړاو لپاره په اسلامآباد کې سره وکتل.
په دې غونډه کې د افغان پلاوي مشري د مالیې وزارت د عوایدو د عمومي ریاست د حقوقي او پالیسۍ خدمتونو رییس ندا محمد صدیقي کوله او د عوایدو د فدرالي بورد د نړیوالو مالیاتي فعالیتونو عمومي رییس ساجدالله صدیقي د پاکستاني لوري مشري کوله. دواړو پلاویو د ۲۰۲۱ ز. کال په دسمبر کې د اسلامآباد پر کوربتوب د خبرو اترو د دوهم پړاو پر پاتې ټولو مسلو بشپړې خبرې وکړې.
خبرې اترې په دوستانه فضا کې ترسره شوې اودواړو لوریو خپل نظریات وړاندې کړل. له بشپړو خبرو وروسته دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه ګونه مالیاتو د مخنیوي لپاره د کنوانسیون پر مسودې هوکړه وکړه.
د غونډې په پای کې د پاکستان د عوایدو د فدرالي بورد رییس عاصم احمد پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر له کبله مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د دوه ګونه مالیاتو د مخنیوي کنوانسیون به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د دغې طرحې لاسلیکول یو بل اړین ګام بللی دی.
محمد صادق تویت کړی: له دې پړاوه تېرېدو شاوخوا ۱۲ کاله ونیول. پانګوال، قراردادیان او د دواړو خواوو سوداګر به د پام وړ ګټه ترې پورته کړي.
سوداگري
د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له لارې ترانسپورتي لېږد رالېږد وځنډول شو

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ریاست څرګنده کړې، چې د حیرتان – ازبکستان د ریلګاډي له لارې د مالونو لیږد رالېږد تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې، چې د حیرتان – ازبکستان د ریلګاډي پټلۍ په موقتي توګه تړل شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د ریلپټلۍ په تخنیکي او عملیاتي برخو کې کومه ستونزه نشته او د ازبکستان لخوا تړل شوې ده.
مجاهد د ریلګاډي پټلۍ تړل لنډمهاله ګڼي او له سوداګرو يې وغوښتل، چې صبر زغم ولري او د اړتيا وړ توکي د آقینې- اندخوى د ریلګاډي پټلۍ له لارې وارد کړي.
د افغانستان د ریلګاډي ادارې د حیرتان – ازبکستان د ریلپټلۍ د موقتي بندیدو د علت له بیانولو سره ویل چې دا اداره له تېرو درې میاشتو راپدیخوا د ریلپټلۍ د ټولو چارو د مدیریت په سپارلو بوخته ده او په راتلونکیو دوه ورځو کې به یو پلاوی افغانستان ته راواستوي. له افغانستان څخه به ازبکستان ته ولاړ شي، چې پدې اړه وروستی هوکړه لیک لاسلیک کړي.
د افغانستان د ریلپټلۍ ویاند زیاته کړې: د دغه هوکړه لیک له لاسلیکولو وروسته به د حیرتان- مزارشریف له لارې د ترانسپورت بهیر یو ځل بیا پیل شي او په عادي توګه به دوام وکړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تېره میاشت اعلان وکړ، چې د افغان لوري او د ازبکستان د ریلګاډي د چارواکو تر منځ د خبرو اترو په پایله کې د حیرتان – مزار شریف د ریلګاډي د پټلۍ مسوولیت له ازبکستان څخه افغانستان ته سپارل شوی دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دې هوکړه لیک له مخې به د حيرتان- مزارشريف د رېلپټلۍ د غزولو مسووليت، چې له تېرو يوولس کلونو راپدیخوا د سوګديانا ترانس نومي ازبکي شرکت لخوا پر مخ وړل کېده، چې د یوه منظم مهالوېش له مخې به د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ته ولېږدول شي.
سوداگري
ایران په افغانستان کې د سوداګریزې پانګونې په لټه کې دی

د مهر خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ پرون (سې شنبه د سلواغې ۱۱ ) د ایران د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ وزارت مرستیال سعید محمد موسوي په افغانستان کې د سوداګریز مرکز له رامنځته کولو خبر ورکړ.
هغه زیاته کړې، چې دغه مرکز به راتلونکې میاشت جوړ شي؛ خو د مهر په راپور کې دا ندي ویل شوي، چې د افغانستان په کومه سیمه کې به دغه مرکز جوړ شي.
محمد موسوي هیله من دی، چې د دغه مرکز له جوړېدو سره به د کابل او تهران اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
سعید محمد موسوي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو فرصتونو نومې غونډې ته په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې دوی غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او د افغانستان په تلپاتې وده کې برخه واخلي.
دغه راز افغان چارواکو هم ویلي، چې له ایران څخه د افغانستان د وارداتو اندازه لکه د خوراکي او سون توکو کچه په کال کې تر یو میلیارد دالرو پورې رسیږي.
د چارواکو په وینا ایران ته د افغانستان د صادراتو اندازه ډېره کمه ده او په کلني ډول تر ۲۰ میلیون دالرو نه رسیږي.
د یو شمېر کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ ایران هڅه کوي په دې هېواد کې خپلې ګټې خوندي کړي.
-
تازه خبرونه4 days ago
د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون له زیانمنونکیو افغانانو سره خپلې مرستې روانې ساتي
-
تازه خبرونه4 days ago
افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیوال شاخص کې له ډېرو هېوادونو مخکې شو
-
نړۍ5 days ago
د پېښور په جومات کې د چاودنې د قربانیانو شمېر ۸۷ کسانو ته ورسېد
-
نړۍ4 days ago
په ۲۰۲۵ ز. کال کې د امریکا او چین د جګړې شونتیا ډېره ده ـ امریکایي جنرال
-
تازه خبرونه2 days ago
امریکا د اسلامي امارت ځینو چارواکو ته د ویزو پر ورکولو بندیز ولګاوه
-
سوداگري2 days ago
د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له لارې ترانسپورتي لېږد رالېږد وځنډول شو
-
لوبی3 days ago
آریانا تلویزیون د افغانستان فتسال غوره لیګ سیالۍ خپروي
-
سوداگري3 days ago
ایران په افغانستان کې د سوداګریزې پانګونې په لټه کې دی