لوبی

د افغانستان تکواندو لوبډلې د آسیايی تکواندو د آزادو سیالیو اتلولي وګټله

Published

on

په پاکستان کې د ۲۳ هېوادونو ترمنځ افغان تکواندو لوبغاړیو د آسیایي تکواندو د آزادو سیالیو اتلولي وګټله.

د افغانستان تکواندو فدراسیون د یکشنبې پر ورځ ( د لړم ۱۴ نېټه) خبر ورکړ، چې افغان لوبډلې د ټولو ګډون کوونکیو لوبډلو تر منځ د زیاتو نمرو پر ترلاسه کولو د آسیايي تکواندو د ازادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

دغه سيالۍ، چې د نومبر پر درېيمه نېټه د اسلام‌آباد پر کوربه‌توب پيل شوې وې؛ پرون (يکشنبه د لړم ۱۵ نېټه) د افغان لوبډلې پر بريا پای‌ته ورسېدې.

افغان لوبډلې د محسن رضايي او علي اکبر امیري پر مشرۍ د سرو زرو دوه مدالونه وګټل او حکمت الله زین او امید سهاک پر ګډه د سپینو زرو دوه مدالونه وګټل.

دغه راز محمد بشیر ترکي د لوبو په دې پړاو کې د غوره څاروونکي او محسن رضايي د غوره فایتر جایزه وګټله.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان په پاکستان کې د آسیایي “G2” تکواندو سیالیو اتلولي ګټي.

افغانستان د دغو سیالیو په تېر پړاو کې، چې دوه کاله مخکې څلورم مقام ګټلی و او هغه کال افغانستان د سپینو زرو او برونزو پر مدالونو سربېره یوازې یو د سرو زرو مدال ګټلی و.

Trending

Exit mobile version