تازه خبرونه
د افغانستان حکومت د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره اصلاحاتو ته اړتیا لري – چین
د چين بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي؛ اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره سیاسي اصلاحاتو، امنیت او له ګاونډ هېوادونو سره د اړیکو ښه کولو ته اړتیا لري.
په دې وروستیو کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې بلال کریمي د اسلامي امارت د رسمي سفیر په توګه چین ته استول شوی او هغه د چین له لوري منل شوی دی.
ویاند وانګ وینبین په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د افغانستان چارسمبالی حکومت د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره اصلاحاتو ته اړتیا لري.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند څرګندوي؛ افغانستان بايد له نړيوالې ټولنې جلا نهشي، بلکې دغه هېواد بايد د نړيوالې ټولنې هيلو ته ځواب ووايي، يو ټولګډونه او خلاصه سياسي ټولنه جوړ کړي؛ معقول او معتدال بهرني او کورني سياستونه غوره کړي.
وانګ وینبین وایي: چین په دې باور دی، چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې جلا نهشي؛ مونږ هیله لرو، چې افغانستان به د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ووایي، یو ټولګډونه تشکیل جوړ کړي ، معقول او معتدال بهرنۍ او کورنۍ تګلارې غوره کړي او له هر ډول ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان باید د نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ګاونډ هېوادونو سره دوستانه اړیکې جوړې کړي، او ځان په نړیواله ټولنه کې شامل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په رسمي ډول بلال کریمي په دغه هېواد کې د سفیر په توګه معرفي کړی دی.
اسلامي امارت پر ځلونو ټینګار کړی، چې په هېواد کې ټولګډونه حکومت جوړ شوی او نړیوالې ټولنې ورته د ټولګډونه حکومت کومه بېلګه هم نهده وړاندې کړې.
د اسلامي امارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت د رسیمت پېژندنې لپاره ټول شرطونه پوره کړي دي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه طارق فرهادي په دې باور دي، چې چین په افغانستان کې د پانګونې او په دغه هېواد کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر هر اړخیزه حکومتولۍ ټینګار کړی؛ خو تر هغې، چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو شرطونه نه وي منلي؛ کوم مهم ګام به پورته نه شي.
چین یو له هغو هېوادونو دی، چې له اسلامي امارت سره یې دیپلوماتیکې اړیکې ساتلي او په کابل کې رسمي سفیر لري او همدارنګه کابل هم بیجنګ ته رسمي سفیر لیږلی دی.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیحالدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.
د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”
فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”
هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.
د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
تازه خبرونه
هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرلهپسې ژمنتیا ښیي.
د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سيټيسکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.
ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
تازه خبرونه5 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کارپنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه2 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان مالیې وزارت مرستیال د هند پر پانګونې ټینګار وکړ
