تازه خبرونه

د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی د خلکو غوښتنه ده – متقي

Published

on

Last Updated on: وری ۵, ۱۴۰۲

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي الجزیزې ته په یوه لیکنه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی وکړي؛ ځکه د افغانستان دیني او فرهنګي حساسیتونه محتاطانه چلند ته اړتیا لري.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپلې لیکنې په یوه برخه کې څرګندوي؛ د عصري اړیکو نړیوال ماهیت پدې معنا دی، چې ټول دولتي لوبغاړي باید له یو بل سره په همغږۍ او سوله کې ژوند وکړي. دا ډول اړیکې باید د مساواتو، متقابل احترام او همکارۍ د نه بدلیدونکیو اصولو پربنسټ وي.

د امیرخان متقي په مقاله کې راغلي، چې اسلامي امارت د خبرو او افکارو پر تبادله باور لري؛ خو دا عمل باید دواړه لوري تر سره کړي.

نوموړي لیکلي؛ مونږ د سیاسي یا اقتصادي فشارونو څخه په پاکه فضا کې د عملي حل موندلو او د غلط فهمیو د حل کولو په هدف په خبرو اترو او د نظرونو پر تبادله باور لرو.

د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو له مخې؛ هر هغه حکومت، چې دغو حساسیتونو ته په پام انډول نه وي ساتلی بالاخره له جدي ستونزو سره مخ شوي دي. لنډمهالی حکومت چمتو دی، چې د ګډو ګټو په پام کې نیولو سره یو ځل بیا نړۍ ته د مثبت تعامل لاس ورکړي.

امیر خان متقي په خپله مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران اصلي لامل د امریکا لخوا بانکي بندیزونه دي.

هغه ټینګار کړی، چې بندیزونه او فشارونه اختلافات نه حلوي، بلکې متقابل اعتماد به په دې لاره کې رغنده کار وکړی .

نوموړی په ډاګه کړي؛ د روان اقتصادي بحران اصلي لاملونه د امریکا لخوا د بندیزونو لګول او بانکي محدودیتونه دي او دا د بشري ناورین د حل لپاره زمونږ هڅې ځنډوي. یوازنۍ لاره، چې د افغانانو عزت ته باید په کې درناوی وشي؛ ټول بندیزونه او سوداګریز محدودیتونه باید لرې شي او امریکا دې د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ آزادې کړي.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې په افغان ټولنه کې یووالی او همغږي د پخوا پر پرتله پیاوړې ده. د اسلامي امارت بهرنی سیاست به د متوازنې او خپلواکې کړنلارې پر بنسټ ولاړ وي، چې د نړیوالو او سیمه ییزو رقابتونو د ټکر مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ هېوادونو تل له لنډمهالي حکومت سره د اړیکو لپاره بشري حقونو ته درناوى او د ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو لرې کول مهم شرطونه وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version