تازه خبرونه
د افغانستان د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد ټول نفوس ۳۴.۳ میلیون اعلان کړ
د افغانستان د احصایئ او معلوماتو ملي ادارې نن (چارشنبه د وري ۱۰ ) په کابل کې د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال د احصائې د کالنۍ د خپرولو تر نامه لاندې په یوه غونډه کې د افغانستان ټول نفوس ۳۴.۳ میلیون کسان اعلان کړ.
په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت معین عبدالطیف نظري د احصائې او معلوماتو ملي ادارې مشر ډاکټر فقیر محمد زیار او د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.
د افغانستان د احصائې ملي ادارې ویلي؛ د افغانستان ټول نفوس ۳۴.۳ میلیون دی، چې ۱۷.۵ میلیون (۵۱٪) یې نرینه او ۱۶.۸ میلیون (۴۹٪) یې ښځې دي، چې ۲۴.۲ میلیونه یې (۷۰.۶٪) یې کلیوال او ۸.۶ میلیون (۲۵٪) ښاري او ۱.۵ میلیون ۴.۴٪) نور یې کوچیان دي.
دې ادارې دا هم ویلي، چې د ۱۴۰۱ ل .هـ کال د نفوسو اټکل ښيي، چې د نفوسو ۴۵،۵ سلنه له ۱۵ کلونو ل. عمر لري، ۴۹،۷ سلنه یې کاري عمرونه او ۲.۷ سلنه یې له ۶۴ کلونو ډېر عمر لري.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په ١٣٩٩ کال کې په هېواد کې ټولټال واردات ثبت شوي چې ارزښت يې ٦ ميليارده او ٥٣٨ ميليونه ډالره او ټول صادرات يې ٧٧٧ ميليونه ډالره و.
د دغې ادارې د څرګندونو له مخې: په تېر (۱۴۰۰) کال کې ټول ثبت شوي واردات ۵۳۰۸ میلیون ډالره او صادرات ۸۵۰ میلیون ډالره دي.
دغه اداره وايي، تېر کال (۱۴۰۰) ټول هېواد ته د ۵ میلیارده او ۳۰۸ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات ثبت شوي او ټول صادرات یې ۸۵۰ میلیونه ډالره وو.
دغې ادارې د ۱۴۰۰ وژونکیو ناروغیو احصایې هم له رسنیو سره شریکې کړې.
دې ادارې ویلي، په ۱۴۰۰ل.هـ کال کې د وژونکیو ناروغیو احصائې ښيي، چې د نري رنځ ۲۶۴۵۴ پېښې او د ۳ زره او ۷۶۹ د ایډز پېښې ثبت شوې دي.
د افغانستان د احصائې او معلوماتو ملي اداره وايي، تېر کال پر کرونا ویروس اخته ۱۹۹۹ کسان مړه شوي او ۸۲۳۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.